د لاس رسي وړ اتصالات

دفاع وزارت: هلمند او سمنګان کې دوې ولسوالۍ له طالبانو بیرته ونیول شوې


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د افغانستان دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو د سمنګان ولایت دره صوف بالا او د هلمند ولایت ګرمسېر ولسوالۍ بیرته له وسله والو طالبانو څخه ونیولې.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان نن دوشنبه جولای ۱۹ (چنګاښ ۲۸) وویل چې دغه ولسوالۍ نن سهار د سیمه ییزو پاڅونوالو په مرسته له طالبانو څخه پاکې شوې.

هغه زیاته کړې چې وسله والو طالبان له ولسوالیو څخه وتلي او د افغان ځواکونو تصفیوي عملیات روان دي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند د ګرمسېر ولسوالۍ د نیولو پر مهال د لسګونو وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر هم ورکړی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم ویلي چې افغان ځواکونو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په پروان کې شیخ علي، سرخ پارسا او سمنګان کې دره صوف بالا ولسوالۍ له طالبانو څخه نیولي دي.

تیره ورځ د افغانستان د وسله وال پوځ ویاند جنرال عمر شینواري هم په کابل کې خبریالانو ته وویل چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په دې وروستیو کې ۲۴ ولسوالۍ له طالبانو څخه بیرته نیولي دي.

نوموړي زیاته کړه چې له طالبانو څخه د پاتې ولسوالیو د بیرته نیولو لپاره پر منظم پلان کار روان دی.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

په افغانستان کې له طالبانو څخه د ولسوالیو د نیول کېدو خبر پر داسې مهال ورکول کیږي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما د لوی اختر په رارسېدو سره په افغانستان کې د اوربند غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG