د لاس رسي وړ اتصالات

بهر کې د بندي امریکايانو کورنۍ د خپلو عزیزانو خلاصولو کې د بایډن اقدامات غواړي


په بهر کې د بندي امریکایانو د کورنیو غړي د سپینې ماڼۍ په مخکې اعتراضیه غونډه وکړه
په بهر کې د بندي امریکایانو د کورنیو غړي د سپینې ماڼۍ په مخکې اعتراضیه غونډه وکړه

د یو شمېر هغو امریکایانو، چې د بېلا بېلو تورونو له کبله په بهرنیو هېوادونو کې نیول شوي او بندیان دي، د کورنیو یو شمېر غړو د سپینې ماڼۍ په مخکې اعتراضیه غونډه وکړه او له ولسمشر جو بایډن سره یې د ملاقات غوښتنه کوله.

دوی د چهارشنبې په ورځ مۍ درېیمه (غوايي۱۳) په غونډه کې وویل چې ولسمشر بایډن باید د هغوی د عزیزانو د خلاصولو لپاره اقدامات وکړي.

د امریکا حکومت تېرکال د ښځو د باسکتبال د وتلې څېرې بریتنې ګرینر په ګډون یو شمېر هغه امریکایان، چې په افغانستان، روسیې، وینزویلا او راوندا کې بندیان وو، خوشې کړل او کورنیو ته راستانه کړل.

هارېسن لي، چې پلار یې له ۲۰۱۶ کال راپدیخوا په چین کې بندي دی، هم په دې اعتراضیه غونډه کې و. هغه وايي: «تېرکال چې کوم کسان ازاد کړل شوي او کورنیو ته ستانه شوي دي، دا څرګندوي چې [د نورو د ازادولو] امکان هم شته. خو- د ولسمشر او زموږ د حکومت د لوړې کچې- اراده غواړي چې زموږ کورنۍ راستنې کړي.»

ده دا ومنله چې تېرکال څومره امریکایان پرېښودل شوي، یو یې هم په چین کې بندي نه و. په دغې اعتراضیه غونډې کې ځینې هغه کسان هم شامل وو چې تېرکال خوشې شوي وو.

د اعتراض کوونکو په منځ کې حنا شرغي هم وه، چې وايي پلار یې عماد له ۲۰۱۸ کال راپدیخوا په ایران کې د جاسوسۍ په تور بندي دی.

دا وايي په پلار یې بېځایه تور لګول شوی او له ولسمشر جو بایډن څخه غواړي چې د هغه د خوشې کولو لپاره اقدام وکړي. هغې وویل: «هغه یو بې ګناه امریکايی دی. زما پلار باید دلته زما تر څنګ ولاړ وای او د ټولو کورنیو لپاره یې په دغې مبارزې کې برخه اخیستې وای. »

د بندي امریکایانو د کورنیو غړو ټېنګار وکړ چې باید ورته له ولسمشر جو بایډن سره ملاقات برابر شي او ویل یې، که د ملاقات فرصت ورکړل شي، ممکن د خپلو عزیزانو قضیې نورې هم روښانه کړي چې ولسمشر یې په اړه اقدامات وکړي.

د اسوشیتډپرس په راپور کې ویل شوي دي چې د توقیف په چارو کې د متحدو ایالتونو د حکومت د ولسمشر ځانګړي استازي راجر کارسټېنس سي ان ان ته ویلي دي، که دا کورنۍ له ولسمشر سره ګوري یا نه، خو هغه په بهرنیو هېوادونو کې د نیول شویو امریکایانو د خوشې کولو هلې ځلې روانې ساتلي دي.

نوموړي وویل چې په تېرو دوو کالونو کې د ۲۷ خوشې شویو امریکایانو د کورنیو له ډلې څخه یې یوازې د دوو کورنیو له ولسمشر سره ملاقات کړی.

هغه وویل: «که ولسمشر له کومې کورنۍ سره غږیږي یا نه غږيږي، دا کار د [بنديانو د خوشې کولو لپاره] روانې هلې ځلې نه دروي.»

لا دقیق معلومات نشته چې په بهر کې څومره امریکایان بندیان دي. د بندي امریکایي کورنیو غړي‌ داسې مهال په بهرنیو هېوادونو کې د خپلو عزیزانو پرېښودل او له ولسمشر سره ملاقات غواړي، چې څو اوونۍ مخکې روسیې د والسټریټ ژورنال یو امریکايي خبریال ایوان ګرېشکویچ د جاسوسۍ په تور ونیوه او بندي یې کړ. والسټریټ ژورنال دا تور په کلکه رد کړی دی.

XS
SM
MD
LG