افغان حکومت وايي چې په دوحه کې د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د لاسلیک شوي تړون په اساس ۳۱۷ نور طالب بندیان له زندان څخه خوشې شوي دي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا د یکشنبې په ورځ د اګست په دویمه (زمري ۱۲) په یوې اعلامیې کې ویلي چې دا طالب بندیان په تېرو دوو ورځو کې د بګرام او د نورو ولایتونو له زندانونو څخه خوشې شوي دي.
د ملي امنیت شورا ویلي چې افغان حکومت تراوسه ۴۹۱۷ طالب بندیان له خپلو زندانونو څخه خوشې کړي او دا لړۍ لا هم دوام لري ترڅو د خوشې شویو طالب زندانیانو شمیر ۵۱۰۰ ته ورسېږي.
د افغان حکومت له زندانونو څخه د ۵۰۰۰ طالب بندیانو او د طالبانو له خوا د ۱۰۰۰ حکومتي اسیرانو خوشې کول د دوحې د تړون یوه مهمه برخه ده. دغه تړوان د روان میلادي کال د فبرورۍ په ۲۹مه د امریکا او طالبانو ترمنځ د قطر په پلازمینې دوحه کې لاسلیک شو.
افغان حکومت له دې وړاندې ویلي و چې د ۵۰۰۰ طالب بندیانو له شمیرې شاوخوا ۶۰۰ تنه یې د "حقالعبدي" ادعاو له امله نه خوشې کوي.
د افغانستان جمهور رئيس محمداشرف غني د لوی اختر په لومړۍ ورځ وویل چې د ۴۰۰ طالب بندیانو خوشې کول د هغه په صلاحیت کې نه دی او په دې اړه به د افغانستان د خلکو استازي په مشورتي لویه جرګه کې تصمیم ونیسي.
د افغانستان جمهوري ریاست تراوسه د مشورتي لویې جرګې د جوړولو وخت نه دی ټاکلی.
تیره ورځ رویټرز د درېیو امریکايي چارواکو له قوله په یو راپور کې وویل چې دغو چارواکو وړاندیز کړی ترڅو دغه طالب بندیان چې په خونړیو بریدونو تورن دي له خوشې کېدو وروسته یو دریمګړي ځای ته انتقال شي او افغان حکومت او طالبان دې ترې په ګډه نظارت وکړي.
د افغانستان جمهوري ریاست امریکا غږ ته د دغه راپور په تړاو د نظر له ورکولو څخه ډډه کړې.
په عین حال کې طالبانو هم ویلي چې د دوحې د تړون په اساس یې په تېرو درېنیمو میاشتو کې د افغان حکومت ۱۰۰۵ تنه بندیان خوشې کړي دي.
په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویلي چې د دوحې د تړون په اساس د ټولو طالب بندیانو له خوشې کولو وروسته به له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرې پیل کړي.