د لاس رسي وړ اتصالات

ایا وسله والو طالبانو تغیر کړی؟


امریکا د فبروۍ په ۲۹ نېټه په قطر کې له طالبانو سره تړون لاسلیک کړ
امریکا د فبروۍ په ۲۹ نېټه په قطر کې له طالبانو سره تړون لاسلیک کړ

وسله وال طالبان وايي چې پر عامو خلکو د سختو محدودیتونو د تحمیلولو اراده نلري،خو نړیوال کتونکي وايي دغه ډله اوس هم تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې بنیادي بشري حقونه نقضوي.

طالبانو د امریکا متحده ایالاتو سره د سولې تړون له لاسلیک وروسته ځان داسې ښيي چې ګواکې د هغوی فکر تغیر شوی دی. خو د چارو یو شمېر پوهان وايي چې د تغیر په اړه د طالبانو ژمنه کېدایسي د نړیوال ملاتړ تر لاسه کولو لپاره یو تخنیکي حرکت وي.

د نړیوال کړکېچ ډلې ځانګړي څېړونکي اندریو واتکنس امریکا غږ ته وویل چې طالبان غواړي له نړۍ سره جوړ جاړی زده کړي او د هغوی استازي د نړیوالې دیپلوماسۍ ژبه زده کوي.

خو هغه وویل چې له امریکا سره د ۱۹ کاله جنګ په اوږدو کې، دغې ډلې خپل زیات عقاید خوندي ساتلي او د هغه باورونو څخه په استفادي یې حکمراني کړې ده.

هغه وویل چې د طالبانو په وینا کې تغیر د نړیوالې ټولنې په وړاندې د سمو اصلاحاتو کارول د دغې ډلې د «تخنیکي او ستراتیژیک حرکت» یوه کوچنۍ نښه ده.

څېړنکي وايي چې دغه ډله اوس هم پر وضع شویو سختو قوانینو باندې عقیده لري.

د بشري حقونو سازمان تیره میاشت په یو راپور کې وویل چې دغه ډلې اوس هم تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې سخت قوانین پلي کړي دي او نجونو ته اجازه نه ورکوي چې بلوغ ته تر رسېدو وروسته ښوونځي ته ولاړې شي.

د بشري حقونو سازمان کې د اسیا د برخې مسؤل جان سیفتن امریکا غږ ته وویل، هغه څه چې طالبان یې د رهبرۍ په سطحه وايي په دې معنا نه ده چې دا دې په عملي ډول هم تر سره شي.

هغه زیاته کړې چې د طالبانو سیمه ییز قوماندانان خپلې چارې د خپلو غوښتنو په اساس مخته وړي.

د بشري حقونو سازمان همدارنګه طالبانو پر رسنیو او د بیان پر ازادۍ باندې د محدودیتونو په لګولو او له زندانیانو سره په ناوړه چلند باندې هم تورن کړي دي.

وسله والو طالبانو د بشري حقونو سازمان تورونه رد کړي او دغه راپور یې سیاسي بللی او وايي چې د بشري حقونو تضمین ته ژمن دي.

د طالبانو د مهال د امر بالمعروف ادارې مشر مولوي قلم الدین امریکا غږ ته وویل چې دغه ډله د بشري حقونو اساسي حقونو په ځانګړي ډول دښځو او نجونو د زده کړو حقوقونو ته ژمن دي.

هغه وویل چې مخکې د ښځو پر زده کړو باندې محدودیتونه د تاسیساتو، ترانسپورټ او زیربناو د نشتوالي له امله وو.

نوموړي زیاته کړه چې د امنیت او ثبات په رامنځته کېدو سره به ښځې د اسلامي قانون سره زده کړو ته لاسرسی ولري.

XS
SM
MD
LG