د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې د مذاهبو ازادي مخ په کمېدو ده- راپور


د نړۍ د مذاهبو د ازادۍ په اړه د متحدو ایالتونو کمېسیون په خپل تازه راپور کې ویلي دي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې د مذاهبو ازادي په ثابت او پام وړ ډول «مخ په ځوړ» او کمېدو ده.

دا راپور د چهارشنبې په ورځ اګست اوومه زمری (۱۷) خپور شوی دی. په راپور کې ویل شوي د‌ي چې طالب واکمنانو «هر هغه عمل، چې د دوی د اسلام له سخت تعبیر سره برابر نه وي، سخت ځپلی» او دا لړۍ یې روانه ساتلې ده.

د نړۍ د مذاهبو د ازادۍ په اړه د متحدو ایالتونو د کمېسیون راپور وايي‌ چې سخت دریځو طالب واکمنانو نور دیني عالمان غلي کړي، مذهبي اقلیتونه یې د مذهبي مراسمو له لمانځلو منع کړي او د افغان ښځو او نجونو په ازاد تګ راتګ او تعلیم باندې یې بندیزونه جاري ساتلي دي.

په راپور کې ویل شوي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې د بدني مجازاتو او اعدامونو لړۍ بیا پیل شوې، چې په عام محضر کې «اعدام کول، په درو وهل، سنګسار کول، ډبول، سپکول- لکه په زور د سرونو خرییل» په کې شامل دي.

طالبانو لا د متحدو ایالتونو د دغه کمېسیون د راپور په اړه کومه تبصره نه ده کړې او نه یې هم په دې اړه د امریکا غږ پوښتنې ته ځواب ویلی دی.

د امریکا غږ د انګلیسي څانګې د راپور په اساس، طالبانو په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې له بیا واکمن کېدو وروسته د ښځو په ګډون ۶۰۰ کسان په عام محضر کې په درو وهلي دي چې تازه پېښه یې په کابل کې د نامشروع اړیکو په تور په درو باندې د یوې ښځې او یو سړي وهل وو.

ملګرو ملتونو د دغو سزاګانو د بندولو غوښتنه کړې ده او هغه یې د نړیوال قانون سره په ضد کې بللې دي، خو طالبان وايي چې د دوی قوانین د شریعت په اساس دي.

د نړۍ د مذاهبو د ازادۍ په اړه د متحدو ایالتونو کمېسیون سپارښتنه کړې ده چې امریکا دې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان «د ځانګړې اندېښنې وړ هېواد» په توګه وپېژني.

دغه کمېسیون همدغه راز د امریکا له حکومت څخه غوښتي‌ دي په هغو طالب مقاماتو باندې بندیزونه روان وساتي چې د مذاهبو د ازادۍ څخه یې جدي سرغړونې کړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG