په ملګرو ملتونو کې د متحده ایالاتو شاردافیرې، دوروتي شي دوشنبه مارچ ۱۰ ( کب ۲۰) وویل هغه ګواښونه چې منشه یې په افغانستان کې ده، په سیمې کې د بې ثباتۍ پیدا کیدو سبب کیږي.
میرمن دروتي د امنیت شورا په غونډې کې چې د افغانستان وضعیت په هکله د بحث لپاره رابلل شوې وه همدارنګه د اسلامي دولت یا داعش – خراسان څانګې د ګواښ په هکله اندیښنه څرګنده کړه او په طالبانو یې غږ وکړ چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزې کې پخپلو ژمنو عمل وکړي.
هغې وویل، " متحده ایالات د طالبانو په نیت شکمنه ده چې د دوحې په پروسې کې د ښه نیت له مخې تعامل وکړي. مونږ داسې یوې ډلې سره باور نشو پیدا کولی چې په غیر عادلانه توګه امریکایان بندي کوي، پخپلې خاورې کې ترهګرو ته د ځای ورکولو اوږد تاریخ لري او د خپل ولس په بشري حقونو او اساسي اړتیاوو سترګې پټوي".
دې امریکایۍ چارواکې همدارنګه له طالبانو وغوښتل چې باید "ډاډ ورکړي چې د افغانستان څخه هیڅکله د ترهګریزو ډلو د پټیدو خوندي ځای په توګه کار وانخیستل شي چې د متحده ایالاتو، زمونږ په متحدینو او بل هیواد امنیت ته ګواښ پیښ کړي".
د متحده ایالاتو د شاردافیرې سر بیره په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې، روزا اوتنبایوا هم د امنیت شورا ته پخپل راپور کې وویل چې د پاکستان پر ضد د تحریک طالبان پاکستان ډلې د فعالیتونو دوام او په افغانستان کې د څو نورو ترهګرو ډلو شتون ددې سبب کیږي چې نړیواله ټولنه د افغانستان اوسنیو واکمنانو په ژمنې شک څرګند کړي چې ویلي یې دي هیچا ته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره یې پر ضد وکاروي.
میرمن اوتنبایوا همدارنګه وویل چې په افغانستان کې د ترهګریزو ډلو شتون او فعالیت په هکله د ملګرو ملتونو د بندیزونو څار ډلې هم پخپل تازه راپور کې چې د تیرې فبروري په میاشت کې یې خپور کړی، همداسې یوه اندیښنه څرګنده کړې وه.
د متحده ایالاتو استازې همدارنګه په افغانستان کې د میرمنو او نجونو حقونو په هکله د طالبانو څه باندې ۸۰ فرمانونو ته په اشارې سره وویل، "تر څو پورې چې افغانان د طالبانو ځپونکو بندیزونو سره مخ وي، افغانستان پخپل ځان نشي بسیا کیدلی".
هغي وویل چې په ځانګړې توګه د افغان میرمنو او نجونو وضعیت د اندیښنې وړ دی او د ملګرو ملتونو څخه یې وغوښتل چې په طالبانو فشار راوړي تر څو خپل دریځ بدل کړي.
تر دې وړاندې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم ویلي و چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې داسې سیمې شته چې افراطي ډلو ته د فعالیت فرصت برابروي.
مارکو روبیو دغه څرګندونې د سي بي اس د پخوانۍ خبریالې کاترین هیریج سره د ایکس په ټولنیزه پاڼه په یوه مرکه کې کړي. خبریالې له ښاغلي روبیو څخه پوښتلي چې ایا استخبارات دا په ډاګه کوي چې القاعدې او اسلامي دولت (داعش) په افغانستان کې د پټیدو خوندي ځایونه جوړ کړي دي، چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو په څیر یو ګواښ رامنځته کړي؟
خو بل پلو بیا طالبان په پرله پسې ډول د ټول هېواد د کنټرول ادعا کوي او د افغانستان په خاوره کې یې هر ډول بهرنیو ترهګرو ډلو شتون رد کړی دی. طالبانو همدارنګه ویلي هیچا ته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان د خاورې څخه د بل هیواد / هیوادونو پر ضد کار واخلي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت چې د ۲۰۲۱ کال اګست په میاشت کې د دویم ځل لپاره واک ته رسیدلی او تر اوسه هیڅ کوم هیواد یا نړیوالې ادارې په رسمیت ندی پیژندلی، د یوناما مشرې او د متحده ایالاتو د سفیرې تازه څرګندونو په هکله یې څه ندي ویلي.
فورم \ دبحث خونه