د لاس رسي وړ اتصالات

ایران او پاکستان کې میشت افغان خبریالان بې برخلیک دي، ورته دې جدي پام وشي - رپوټ


په پاکستان کې د افغان ژورنالستانو مظاهره
په پاکستان کې د افغان ژورنالستانو مظاهره

د افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان د یکشنبې په ورځ دسمبر ۳۱ (مرغومې ۱۰) په پاکستان او ایران کې د افغان خبریالانو د وضعیت په اړه په یو راپور کې ویلي چې ددغو دوو هیوادونو د حکومتونو په پرېکړې سره چې هلته د اوسیدولو د اسنادو نه لرونکي افغان کډوال له خپلو هیوادونو باسي، دغلته د میشتو افغان خبریالانو وضعیت خراب شوی دی.

په راپور کې راغلي: "په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو د توقیف کېدو او شړل کېدو مسوول بنسټونه په ځانګړې توګه خبریالان په نښه کوي، ځکه دوی فکر کوي چې دوی به د مهاجرینو غږ او هغه غیر انساني چلند چې ورسره کیږي پورته کړي."

دغه سازمان چې مرکز یې په جرمني کې دی، دغه راپور په ایران او پاکستان کې له مېشتو افغان خبریالانو سره له تماس وروسته چمتو کړی او ویلي یې دي چې دوی له "نامعلوم برخلیک" سره مخ دي.

په پاکستان کې د مېشتو افغان خبریالانو وضعیت

د دغه راپور له مخې، په تېرو دوو کلونو کې څه باندې ۲۰۰ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د طالبانو د ګواښ له امله له افغانستان څخه پاکستان ته تښتېدلي او په هغه هېواد کې په ناوړه شرایطو کې ژوند کوي.

په راپور کې ویل شوي، چې یو شمېر دغه خبریالان په درېیم هېواد کې د مېشتېدو په تمه دي او ځینو یې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ څخه د مرستې غوښتنه کړې ده.

ستونزې لکه بېکاري، د ژوند د لګښتونو د تمویل لپاره د مالي توان نشتوالی او نورې اقتصادي ستونزې د دې لامل شوي چې په پاکستان کې مېشت اکثره افغان خبریالان له خپلو خپلوانو څخه د مالي مرستې غوښتنه وکړي.

په پاکستان کې مقاماتو ته د قانوني استوګنې د اسنادو د ترلاسه کولو لپاره د رشوت او پیسو ورکول هم په پاکستان کې د افغان خبریالانو د ژوند بله ستونزه بلل کیږي.

د دغه راپور د موندنو له مخې، شاوخوا ۲۰۰ افغان خبریالان او د هغوی کورنۍ افغانستان ته د بیرته ستنولو په ګډون په پاکستان کې له بېلابېلو ګواښونو سره مخ دي او ډېرو یې د پولیسو له خوا د نیول کېدو له وېرې ځانونه په خپلو کورونو کې بند کړي دي، چې دغه کار د مالي او اقتصادي ستونزو او بیکارۍ تر څنګ پر دوی د لا زیات ذهني او رواني فشار لامل شوي دي.

په دغه راپور کې ویل شوي چې هغه نړیوال سازمانونه چې له کډوالو او پناه غوښتونکو سره مرسته کوي په پاکستان کې مېشتو دغو افغان خبریالانو ته لږ پام کړی او دا کار د دوی د ستونزو د دوام لامل شوی دی.

په ایران کې د مېشتو افغان خبریالانو وضعیت

په ایران کې د مېشتو افغان خبریالانو یوې ډلې د افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان ته په یو لیک کې لیکلي چې "د ایران حکومت د دوی د ویزو له تمدیدولو ډډه کړې او ادارو یې دوی ته د کار د ورکولو مخه نیولې ده. پدې ترڅ کې په ایران کې هم د کډوالۍ ضد احساسات مخ په زیاتیدو دي.»

په دې ليک کې چې په ايران کې د مېشتو ٥٠ افغان خبريالانو له خوا دغه سازمان ته استول شوى، ويل شوي چې دوى هم په پاکستان کې د مېشتو افغان خبريالانو په څیر د دغه وضعيت له امله له مالي او اقتصادي ستونزو او رواني فشارونو سره مخ دي.

په ایران کې د مېشتو افغان خبریالانو دغې ډلې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د ایران له حکومت څخه دې وغواړي چې افغان خبریالان ونه شړي.

په دې راپور کې د هغو ښځینه خبریالانو د ایستلو ازمون ته هم اشاره شوې چې په مکرر ډول د طالبانو له خوا یې له افغانستان څخه د "محرم" نه درلودلو په دلیل د وتلو مخه نیول شوې وه.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب سازمان له ملګرو ملتونو او اړوندو بنسټونو، د مطبوعاتو د خوندیتوب له ډلو، د بشري حقونو د خوندیتوب له سازمانونو او د بشري حقونو نړیوال منشور ته ژمن هېوادونو غوښتي چې په پاکستان او ایران کې د مېشتو افغان خبریالانو وضعیت ته پام وکړي.

دغه راپور په ايران او پاکستان کې د مېشتو افغان خبريالانو وضعيت ته د نړيوالو د پاملرنې پر اړتيا په ټينګار سره له نړيوالې ټولنې غوښتي چې نورو هېوادونو ته د دغو خبريالانو د کډوالۍ قانوني بهير ته لومړيتوب ورکړي او هم ورسره اقتصادي مرستې وکړي.

د دغه راپور له مخې، د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې په افغانستان کې د مطبوعاتو له ازادۍ څخه د سرغړونې ۳۶۶ پېښې ثبت شوې دي، چې درې د خبریالانو د وژنې، ۲۳ د ټپي کېدو، ۱۷۶ د نیولو، ۱۳۹ د ګواښونو او ۲۵ یې پر خبریالانو د بریدونو پېښې دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG