د لاس رسي وړ اتصالات

پیښور کې د افغان کډوالو اتحادیې مشر: نړۍ دې د افغان کډوالو غږ واوري


PAKISTAN
PAKISTAN

د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې د اسنادو نه لرونکو کډوالو پر وړاندې د پراخو عملیاتو پیلولو د پرېکړې پر ضد په دغه ښار کې د افغان کډوالو ټولنې مشر بریالی میاخېل سخت غبرګون ښودلی دی.

د تېرې شنبې پر ورځ نومبر۱۸ (لړم ۲۷) د پېښور د سیمې انتظامیې او د پولیسو مشرانو په یوه ګډه غونډه کې ویلي چې په لومړي پړاو کې به عملیات یوازې هغه راجستر کډوال چې "پي او ار او اې سي سي" کارډونه نه لري ونیول شي او خپل هیواد ته به ستانه کړای شي.

په پېښور کې د افغان کډوالو د متحده مرکز عالی شورای مشر بریالي میاخېل له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل چې د پاکستان د لنډمهالي حکومت له وروستۍ پرېکړې څخه دوی ټول په تشویش کې دي.

ښاغلي میاخیل وویل: "دوې درې ورځې کېږي چې په پېښور او شاوخوا سیمو کې غیرقانوني مهاجر نیسی، کمپ ته یې بیايي، او له هغه ځایه یې بیا خپل وطن ته ستنوي.

ښاغلی میاخېل زیاتوي چې وړمه ورځ بیا د پاکستان لنډمهالي حکومت فیصله کړې ده چې د سږ کال د دسمبر تر ۳۱مې نېټې وروسته به راجسټر افغان کډوال هم باسي.

هغه وویل: "خلک تول په تشویش کې دي. ما خپله له د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ (یو اېن اېج سي ار) سره رابطه وکړه، هغوی راته ویل چې دا خلک ځانته فیصله نشي کولای. دا سرپرست حکومت دی، دا نوره فیصله نشي کولای. دې لنډمهالي حکومت ته د دې اوسنۍ فیصلې اختیار هم حاصل نه وو. بله دا چې یو اېن اېج سي ار، افغانستان او پاکستان دا درې واړه به د مهاجرو په باب پر فیصله کېښني. په پاکستان کې د میشت افغان کډوالو مسولیت له یو اېن اېچ سي ار سره دی."

له افغان کډوالو کارډ اخلي او څیري کوي یې

د افغان کډوالو ټولنې مشر وویل د پاکستان اوسني حکومت ټول کډوال په تشویش کې کړي دي. که د مهاجرو پي او ار کارد والا دی که اې سي سي کارډ والا دي. په دوی کې هر یو چې په مخه ورغلی دی، هغه یې نیولی دی. کارډ یې ترې پټ کړی دی، کارډ یې ترې څیري کړی دی.

د افغان کډوالو راتلونکې

بریالی میاخېل زیاتوي چې له افغان کډوالو سره چې څنګه چلند روان دی نو دې حالاتو ته په کتو اوس خلک نه ایسارېږي، پي او ار کارډ والا هم نه پاتې کېږي، هغوی وايي‌چې نور خپل وطن ته درومو. "چې یوځل الله پاک دا ژمی په خیر تېر کړي، نو انشاء الله زه چې څومره ګورم او د دوی حالات، نو په دې باندې ټول افغانان دلته په خپل ژوند غیریقیني شول. او ټول غواړي چې خپل وطن ته ستانه شي."

د افغان ټولنې مشر بریالی میاخېل وايي، په پاکستان کې یې ۴۰ کاله ژوند وکړو، ډېره زندګي یې برابره کړې ده، لویه سرمایه او کاروبار یې برابر کړی دی. نو د ۴۰ کالو کاروبار په میاشت دوو کې څنګه راغونډ کړي، نو دا خو به نیم تاوان باندې ورکوې، نو په دې خاطر اوس دوی دا وايي چې ژوند یې دلته نور غیریقیني شو. او غواړي خپل کاروبار راغونډ کړي، دا ژمی چې تېر شي، د دوی اکثریت خپل وطن ته ځي.

افغان کډوال دلته د اوسېدو حق نه لري؟

له امریکا غږ سره په خبرو کې بریالی میاخېل زیاتوي، تصمیم یې درلود چې یو پرېس کانفرنس وکړي، چې له دې لارې خپل غږ یو اېن اېچ سي ار، په افغانستان کې د طالبانو حکومت او پاکستان ته ورسوي او خپل حقوق ترې وغواړي.

هغه وویل: "پاکستان ته وایم، موږ چې دلته اوسېږو، نو ستا تر قانون لاندې اوسېږو، ستا قانون موږ ته دا حق راکړی دی، هر افغان چې دلته پیدا شو، هغه د دې ځای تبع شو، نو موږ ته که دا حق نه راکوې نو د اوسېدو حق خو راکړه. دا ستا د قانون موافق خبره موږ تا ته کوو، موږ ته د پاکستان شهریت راکړه، مهاجر چې د دې ځای شهریت واخیست نو بچیان یې هم د دې ځای د شهریت حق لري."

د افغان ټولنې مشر بریالی میاخېل وايي، "که دوی موږ دلته نشي ساتلی، دلته پاکستان هم موږ تنګوي، نو بیا دې یو اېن اېچ سي ار موږ درېم ملک ته ولېږي. افغانستان ته دا خلک څنګه ولاړ شي، د تعلیم زمینه نه ده برابره، روزګاره نشته، نو چې سړی له دې ځایه ولاړ شي، د شپږ میاشتو په راشن خو ګوزاره نه کېږي".

طالبان دې د افغان کډوالو غوښتنې واوري

ښاغلي میاخېل په خپلو خبرو کې وویل: "که په افغانستان کې د طالبانو حکومت دا غواړي چې موږ ورشو، نو اول دوی باید له موږ سره کښېني. موږ ته قناعت راکړی، موږ به خپله دا خلک ټول درولو، زه چې هلته درځم، زما د بچو تعلیم به څنګه وي؟ صحت به یې څنګه وي؟ زما روزګار به څنګه وي؟ زما هستوکنه به څنګه وي؟‌ دلته مو څلوېښت کاله تېر شول، هلته خو دا خلک سرپناه نه لري، نو دا ټول مسایل دې طالبان له موږ سره حل کړي، نو که دا ستا په وس کې وي، نو انشاءالله ټول راځي."

دی وايي، له یو اېن اېچ سي ار او د پاکستان له حکومت سره ګوري، په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره لیدل غواړي، که بیا په دې هم و نه توانېدلو، نو بیا به د پرېس کنفرانس له لارې دا خبرې دی نړیوالو غوږونو ته ورسوي.

د پاکستان حکومت د تېرې اکتوبر میاشتې پر درېمه نېټه په هغه هېواد کې میشته بهرنیو ناقانونه کډوالو ته امر کړی چې د اکتوبر میاشتې تر پایه دې په خپله خوښه ووزي ګنې وروسته به نیول کېږي او شړل کېږي به.

د پاکستان لندمهالي حکومت دغه پرېکړې نړیوال غبرګون راپارولی، ملګرو ملتونو، د بشري حقونو نړیوالې ادارې، د امریکا متحده ایالاتو او خپله پاکستان کې ګنو سیاسي ګوندونو او د بشري حقونو ډلو غوښتنه کړې چې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند او د هغوی ستنول ودروي خو د اسلام اباد اوسنی حکومت دریځ دادی چې د اسنادو نه لرونکو کډوالو ستنولو پرېکړه یې په دغه هېواد کې اقتصادي او امنیتي ستونزو ته په کتو کړې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG