د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا ولسمشرۍ ته د جمهوري غوښتونکو نوماندانو مناظره کې پر بهرني سیاست تمرکز وشو


په دې مناظره کې د امریکا ولسمشرۍ ته د جمهوري غوښتونکو پنځو نوماندانو برخه لرله.
په دې مناظره کې د امریکا ولسمشرۍ ته د جمهوري غوښتونکو پنځو نوماندانو برخه لرله.

د امریکا ولسمشرۍ د ۲۰۲۴ کال ټاکنو ته د جمهوري غوښتونکو نوماندانو درېیمه مناظره د چهارشنبې په ورځ نومبر اتمه (لړم ۱۷) د فلوریډا ایالت په میامي ښار کې وشوه.

دا مناظره چې پر ان بي سي تلویزیون خپره شوه، پر بهرنۍ تګلارې متمرکزه وه او ټول نوماندان د اسرائیل د ملاتړ او حماس د غندلو په برخه کې یوه خوله وو.

کله چې د اسرائیل او حماس ترمنځ‌ د شخړې پوښتنه وشوه، نو ماندانو د اسرائیل صدراعظم ته بېل بېل پیغامونه لرل.

نوماند ران ډیسانټس وویل: "کار یې ور خلاص کړئ، د حماس دغه قصابان د تل لپاره ختم کړئ. ترهګر دي. بې ګناه انسانان وژني. که یې وس ورسیږي، د ځمکې پر سر ټول یهودان به ووژني."

بل نوماند ټیم سکاټ وویل: "د بدو خلکو سره مذاکرات نشي کیدلی، یوازینۍ لاره یې له منځه وړل دي."

ولسمشرۍ ته د جمهوري غوښتونکو یوازنۍ ښځینه نماندې نیکي هیلي بیا ایران پړ وګاڼه چې د نومړې په خبره د چین او روسیې سره د سوداګریزو معاملو له لارې ملاتړ ترلاسه کوي.

هیلي وویل:‌ "له ایران پرته، حماس هیڅ هم نه دی، له ایران پرته حزب الله هیڅ هم نه دی، له ایران پرته حوثیان هیڅ هم نه دي، او د ایران ملاتړ څوک کوي؟ چین د ایران څخه تیل اخلي، روسیه د ایران څخه ډرون الوتکې او توغندي اخلي، او یو ډير مضر ایتلاف رامینځته شوی دی."

یوازي پنځه نوماندان مناظرې ته ور بلل شوي وو او په همدې خاطر د تیرو مناظرو په پرتله هر نوماند دوه برابر ډير وخت درلود.

د اوکراین ملاتړ

د روسیې د یرغل خلاف د اوکراین د جګړې د تمویل په اړه په دې مناظره کې د نظرونو اختلاف موجود وو.

نوماند کریس کریسټي وویل: "په دې اړه موږ انتخاب نلرو. دا د ازادې نړۍ د رهبري کولو بیه ده چې موږ یې باید ورکړو."

خو نوماند ویویک راماسوامي بیا مخالف نظر وښود او ویې ویل: "اوکراین د دیموکراسی مشال نه دی... په همدې اوکراین کې پر یوولسو سیاسي ګوندونو بندیز لګیدلی دی. ټولې رسنۍ د دولت په کنټرول کې دي. دا دیموکراسي نه ده."

خو نوماندې نیکي هیلي چې پخوا په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیره وه، د راماسوامي په ځواب کې وویل: "موږ ټول پوهیږو چې د پوتین له لاسه نیم میلیون انسانان وژل شوي دي. او اوکراین ازادي غوښتونکی او امریکا پلوه هیواد دی چې د خپلې بقا او دیموکراسۍ لپاره جنګیږي."

داخلي مسئلې

د فنتانیل نشه يي دارو چې د امریکا د جنوبي سرحد له لارې قاچاق کیږي، نوماند ډیسانتس وویل چې هغه به یې د مخنیوي لپاره تر پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ مخکې ولاړ شي.

ډیسانتس وویل: "زه به پر سرحد باندې دیوال جوړ کړم او لګښت به یې هم له مکسیکو غواړم لکه څنګه چې ډونلد ټرمپ غوښت."

خو پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ، چې په نظرپوښتنو کې د جمهوري‌ غوښتونکو مخکښ نوماند دی، په دغه مناظره کې برخه نلرله. نوموړي په مخکینیو دوو مناظرو کې هم ګډون نه و کړی.

ټرمپ د مناظرې پر وخت، په میامي کې د مناطرې د ځای په ۱۶ کلومترۍ کې په یوه ټاکنیزه غونډه کې برخه لرله.

د ویرجینیا پوهنتون د سیاسي علومو استاده، جینیفر لالس وایي، په مناظره کې ګډون کوونکي پنځه نوماندان په ټولپوښتنو کې هیڅکله هم تر ټرمپ نشي مخکې کیدلی.

هغه وايي: "په داسې حال کې چې ډانلډ ټرمپ په ګڼو ټولپوښتنو کې تر ۵۰ سلنه او یا تر ۴۰ سلنه زیاتې رایې وړي دي، هیڅ نوماند حتی هغه ته نږدې لا نه دی. خو که داسې څه پېښ شي چې ټرمپ زنداني شي او یا د بېلابېلو لاملونو له مخې اړ کړل شي چې له ټاکنیزې سیالۍ ووځي، بیا نو هر هغه نوماند چې دوهم وي، برلاسی دی."

خو ددې پرېکړې لپاره وخت پر رانږدې کېدو دی. رایه ورکوونکي به د یوه کال دننه د نوي ولسمشر د ټاکنې لپاره رایې وکاروي او د جمهوري غوښتونکي ګوند د نهايي کاندید ټاکلو داخلي ایالتي ټاکنو لومړنی پړاو په راتلونکو دوو میاشتو کې ترسره کیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG