د لاس رسي وړ اتصالات

هند کې یو ریل گاډی د ٧٠٠ سپرلیو سره په سیلاب گیر پاتې و


په هند کې په سیلاب کې گیر پاته ریل گاډی
په هند کې په سیلاب کې گیر پاته ریل گاډی

په هند کې د ژغورنې عملې له نهه ساعتو وروسته وکړای شول د هغه ریل گاډي سپرلۍ وژغوري چې په سیلاب گیر شوی و.

دغه ریل گاډي چې شاوخوا ٧٠٠ سپرلۍ یې درلودې د ممبای ښار ته نژدې د سیلاب د راوتلو په وجه له حرکت ولوید.

له پیښې وروسته مقاماتو ددې ریل گاډي سپرلیو ته خبرداری ورکړ چې له ځایه ونه خوري او بیا یې د هغوی د ژغورنې پراخ عملیات پیل کړل.

د هڅو په نتیجه کې ددې ریل گاډي د سپرلیو لومړنۍ ١٥٠ کسیزه جوپه وروسته له شاوخوا ٩ ساعتونو وژغورل شوه.

د هند د کورنیو چارو وزیر امیت شاه په خپل ټویټر لیکلي چې ددې ریل گاډي ټولې ٧٠٠ سپرلۍ ژغورل شوي دي.

هغه سیمه چې دغه ریل گاډی په کې له سیلاب سره مخامخ شوی د ممبای له ښار نه ٩٠ کیلومتره فاصله لري.

مقاماتو ویلي چې د ژغورنې په عملیاتو کې د ملي افتونو په وړاندې د چټک غبرگون ځواکونو او هم د هند سمندري ځواکونو برخه اخیستې وه.

هند پدې وروستیو کې له سختو موسمي بارانونو سره مخ شوی چې په وجه یې ددې هیواد په څو ایالتونو کې په زرگونو کسان تاواني شوي دي.

XS
SM
MD
LG