د لاس رسي وړ اتصالات

د ملي مقاومت جبهه: په کاپیسا کې د دغې جبهې په عملیاتو کې درې طالبان وژل شوي


د "افغانستان د ملي مقاومت جبهې" یو شمیر جنګیالي
د "افغانستان د ملي مقاومت جبهې" یو شمیر جنګیالي

د "افغانستان د ملي مقاومت جبهې" د جمعې په ورځ جولای ۲۸ (زمري ۲۸مه) وویل چې د دغې جبهې د جنګیالیو د عملیاتو په نتیجه کې په کاپیسا ولایت کې درې طالبان وژل شوي دي.

دغې جبهې په خپله رسمي ټويټر پاڼه ليکلي: "درې تنه ترهګر طالبان په کاپيسا کې د «ملي مقاومت» د جبهې په عملياتو کې ووژل شول. د ملي مقاومت جبهې ځواکونو تېره شپه شاوخوا ۲ بجې د ۱۴۰۲ کال د زمري په ۶ مه نېټه، د کاپیسا ولایت د حصه اول ولسوالۍ د پل میرو په سیمه کې عملیات ترسره کړل چې په پایله کې یې درې تنه ترهګر طالبان د 'بزبزک وسلې' په واسطه ووژل شول."

په دغه ټویټ کې همداراز ویل شوي چې د "افغانستان د ملي مقاومت جبهې" ځواکونو په دغو عملیاتو کښې له راکټونو هم کار اخیستې چې څلور راکټونه د ترهګرو طالبانو پر قرارګاه لګیدلي دي.

"د افغانستان د ملي مقاومت جبهې" ویلي دي چې دغې جبهې ته د راکټي بریدونو جزیات نه دي په لاس ورغلي، خو زیاته کړې یې ده چې تېره ورځ د دوی ځواکونو په دې سیمه کې عملیات کړي چې په پایله کې یې دوه "ترهګر طالبان" وژل شوي دي.

دغې جبهې دا ادعا هم کړې ده چې درې ورځې وړاندې یې په نورستان، لغمان او ننګرهار ولایتونو کې هم د طالبانو پر ځواکونو بریدونه کړي چې په پایله کې یې درې "ترهګر طالبان" وژل شوي دي.

طالب چارواکو تر اوسه ددې جبهې د ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

د "افغانستان د ملي مقاومت جبهه" د احمد مسعود په مشرۍ، د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه پر افغانستان دطالبانو له واکمنیدو وروسته رامنځته شوه. د رپوټونو له مخې له هغه مهال راهیسې، د افغان پوځ د ځانګړو ځواکونو یو شمېر مشهور قوماندانان د طالبانو پر ضد ددغه جبهې له لیکو سره یوځای شوي او له هغه وخت راهیسې یې له طالبانو سره په پنجشیر، د بغلان انداراب ولسوالۍ، د تخار او بدخشان په ولایتونو کې یو لړ نښتې کړي دي.

XS
SM
MD
LG