د لاس رسي وړ اتصالات

بنیټ یو ځل بیا د طالبانو له بند څخه د مدني فعالانو د خوشې کیدو غوښتنه کړې


ریچارډ بنیټ
ریچارډ بنیټ

افغانستان لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنیټ یو ځل بیا د طالبانو له خوا په خپلسر د مدني فعالانو او نورو افغانانو پر نیولو انتقاد کړی او د دغې ډلې له بند څخه یې د هغوی د خوشې کیدو غوښتنه کړې ده.

ریچارډ بنیټ د پنجشنبې د ورځې ناوخته اپریل ۲۰(حمل ۳۱) د طالبانو له زندانونو څخه د شاوخوا دوه نیم زره بندیانو خوشې کیدو ته په اشارې ویلي، چې په کار دي ټول بندیان د طالبانو له زندانونو خوشې شي ترڅو هغوی د کوچني اختر په ورځو شپو کې خپلو کورنیو ته ستانه شي او د خوښۍ دا ورځې هغوی سره یوځای ولمانځي.

په وروستیو ورځو کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان سترې محکمې د کوچني اختر د رسیدلو له امله دوه زره او ۴۶۰ تنه بندیان په کابل او ولایتونو کې له زندانونو خوشې کړي دي.

همداشان سترې محکمې ویلي، چې د ۴۷۱ تنو نورو بندیانو د بند په موده کې یې تخفیف راوستی دی.

طالبانو حکومت دا نه دي ویلي، چې دا خوشې شوي بندیان په کوم تور په زندان کې اچول شوي و.

په دې وروستیو کې مدني فعالانو ویلي، چې پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنیدو راپدیخوا په تیرو شلو میاشتو کې د ښځو د حقونو د فعالانو په ګډون، د پوهنتون استادان، خبریالان او د مدني ټولنې په سلګونو فعالان، چې د طالبانو د حکومت پر کړنو یې انتقاد کوه ددغې ډلې خوا بندیان شوي دي.

د رپوټونو له مخې اوس مهال د افغان الاصل فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي او د "قلم لار" د ټولنې د مشر او د نجونو د زده کړو ملاتړي مطیع الله ویسا په ګډون یو شمیر نور فعالان هم د طالبانو په زندانونو کې بندیان دي او د ناڅرګند برخلیک سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي هم د طالبانو په بند کې د مرتضی بهبودي او مطیع الله ویسا پاتې کیدو ته اشاره کړې ده او د هغوی د خوشې کیدو غوښتنه یې کړې ده.

د خبریال مرتضی بهبودي میرمن الکساندرا مستواجا د جمعې په ورځ د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي، چې سبا یې د میړه ۲۹ کلیزه ده.

میرمن موستواجا ویلي، چې دا د خپل میړه په اړه ډیره اندیښنه لري او د هغه لیدو ته شیبې شماري.

میرمن الکساندرا موستواجا دوه ورځې دمخه د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي و، چې د سره صلیب د نړیوالې کمیټې له لارې یې د مرتضی بهبودي څخه یو لیک ترلاسه کړی دی.

د طالبانو حکومت په وروستیو اونیو کې د مدني ټولنې یو شمیر فعالان د څو اونیو بند وروسته له خپلو زندانونوڅخه خوشې کړي دي. خو لا هم زیات شمیر د مدني ټولنې فعالان د طالبانو په زندانونو کې پراته دي.

XS
SM
MD
LG