د لاس رسي وړ اتصالات

د بشري حقونو بنسټونه: له ایران سره د ملګرو ملتونو همکاري باید د اعدامونو په بندولو پورې تړلې وي


د بشري حقونو ډلو ویلي، چې د ایران حکومت په ۲۰۲۳ کال کې لږ تر لږه ۸۳۴ کسان اعدام کړي دي.
د بشري حقونو ډلو ویلي، چې د ایران حکومت په ۲۰۲۳ کال کې لږ تر لږه ۸۳۴ کسان اعدام کړي دي.

له ۸۰ څخه زیاتو ایراني او د بشري حقوقو مدافع نړیوالو سازمانونو په یوې اعلامیې کې د ملګرو ملتونو څخه غوښتي چې له ایران سره د دغه سازمان د نشه یي توکو او جرایمو سره د مبارزې د ادارې همکاري باید د ایران له واکمن رژیم سره د نشه یي توکو اړوند قضیو کې د تورن کسانو په نه اعدامولو پورې تړلې وي.

په دغه اعلامیه کې چې یوه نسخه یې د امریکا غږ ترلاسه کړې، ټینګار شوی دی چې:" که چیرې د ایران اسلامي جمهوریت لپاره د دغو اعدامونو د مخنیوي لارې چارې سختې نه کړو ، نو دا ویره شته چې راتلونکو میاشتو کې به د نشه یي توکو اړوند قضیو کې سلګونه کسان اعدام شي. موږ د بشري حقونو له بنسټونو او سیاسي فعالانو څخه غواړو چې د نشه یي توکو اړوند قضیو کې د اعدامونو د مخنیوي لپاره په یو نړیوال کمپاین کې برخه واخلي."

د ایران د بشری حقوقو د ادارې مشر، محمود امیري مقدم په وینا، تیر کال د ایران اسلامی جمهوریت "په ټولنه کې د ویرې د خپرولو او د لاریونونو د مخنیوی په موخه، لږ تر لږه ۴۷۱ کسان د نشه یي توکو د استعمال په تور اعدام کړي دي"، کوم چې د ایران د واکمن رژیم لپاره یې هیڅ عواقب نه درلودل.

د نوموړي په وینا، د یادو نړیوالو بنسټونو او سازمانونو موخه چې دغه ګډه اعلامیه یې لاسلیک کړې، "په ایران کې د نشه یي توکو د شکمنو اعدامونو په اړه د نړیوالې ټولنې او عامه افکارو د حساسیتونو را پارول او همدارنګه له سیاسي اړخه ددغو اعدامونو د عواقبو په اړه خبرداری دي. هغه وویل:"هره ورځ د نشه یي توکو اړوند جرمونو په پلمه له یو څخه د زیاتو کسانو اعدامول باید د خلکو او نړیوالې ټولنې لپاره د زغم وړ نه وي."

په یادې اعلامیې کې ټینګار شوی چې د ایران حکومت د "ښځه، ژوند، ازادۍ" د پاڅون له پیل وروسته د اعدام د سزا د تطبیق بهیر چټک کړی او په ۲۰۲۳ کال کې یې لږ تر لږه ۸۳۴ کسان اعدام کړي دي. په اعلامیه کې همدارنګه ویل شوي، چې ډېری اعدام شوي کسان د ټولنې له "بې وزله او محرومو" طبقو څخه دي، چې له دې ډلې څخه په ایران کې د کردانو او بلوڅانو د اعدام کچه د دوی د نفوس په پرتله "ډېره لوړه" ده.

د دې اعلامیې لاسلیک کوونکو همداراز ویلي، چې په نشه یي توکو اړوند توقیف شوي تورن کسان "پرته له عادلانه محاکمې او تر شکنجې لاندې د ترلا شوي اعترافونو پر بنسټ" د محکمو لخوا په اعدام محکوم شوي دي.

اعلامیه په ایران کې د اعدامونو په اړه د رسنیو په چوپتیا او د نړیوالو په ناکافي غبرګون هم نیوکه کړې لیکلی یې دي:" دغه کار د دې لامل شوی دی چې د ایران اسلامی جمهوریت د نشه یي توکو اړوند د اعدامونو کچه د درې کاله مخکې په پرتله، ۱۸ چنده زیاته کړی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG