د لاس رسي وړ اتصالات

د اروپايي ټولنې استازی بایډن ته: افغانان د ملت جوړونې وړتیا لري


جوبایډن ویلي امکان نلري چې افغانستان یو موټی هېواد شي
جوبایډن ویلي امکان نلري چې افغانستان یو موټی هېواد شي

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د استازولۍ مشر رولاند کوبیا وايي چې افغانان د ملت جوړونې وړتیا لري او کولای شي د خپلو اصلي ارزښتونو او سوله ییزو اهدافو لپاره سره متحد شي.

ښاغلي کوبیا د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو ته د دموکرات ګوند د نوماند جوبایډن څرګندونو ته په اشاره ویلي چې افغانان کولای شي یو واحد ملت جوړ کړي.

هغه تېره شپه «فبروري ۸مه» پر خپل ټوېټر لیکلي:"زه په دې باور یم چې د افغانستان خلک یې وړ دي او د ملت جوړونې وړتیا لري چې د خپلو اصلي ارزښتونو او سوله ییزو اهدافو لپاره سره متحد شي، اروپايي ټولنه په افغانستان کې د ټولو افغانانو لپاره پر ملت جوړونه باندې باور لري او ویاړي چې له افغانانو سره د ملت جوړونې په برخه کې کار کوي."

جوبایډن په یوې انتخاباتي مناظره کې ویلي‌ وو چې افغانستان داسې هېواد نه دی چې یو موټی شي.

نوموړي وویل:"زه په افغانستان کې د ملت جوړونې له مفکورې سره هېڅ موافق نه وم. یوازینی کار چې باید ویې کړو، په هغه سیمه کې د تروریزم ضد مبارزه ده."

د اروپايي ټولنې د استازې تر څرګندونو مخکې په سیاسي او ستراتیژیکو چارو کې د ولسمشر غني ځانګړي سلاکار وحید عمر هم د بایډن یادو څرګندونو ته په غبرګون کې وویل چې افغانان له پېړیو راهیسي یو واحد ملت دی.

هغه پر خپل ټوېتر لیکلي:" ستاسو د ټولو مرستو څخه مننه. موږ اړتیا نلرله چې تاسو راته ملت جوړ کړی. موږ له پېړیو راهېسې یو ملت یو. اړتیا مو نلرله چې تاسو موږ یو موټی هېواد کړی. موږ له پخوا څخه یو موټی هېواد و."

ښاغلي‌عمر لیکلي دي چې د امریکا متحده ایالتونه افغانستان ته د ترهګرۍ د ځپلو لپاره راغلي او "موږ غواړو چې همدغه کار وکړي"

XS
SM
MD
LG