د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلزاد: پرېکړه نه‌ده شوې، خبرو کې پرمختګ شوی


د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي په دوحه کې د طالب استازو سره په خبرو خوښي ښودلې او ویلي یې دي چې د "مهمو مسایلو په اړه د پام وړ پرمختګ" شوی دی.

زلمي خلیلزاد ویلي دي چې د افغانستان د سولې په هکله هر ډول وروستۍ پرېکړه "بین الافغاني خبرو" ته اړتیا لري.

ښاغلي خلیلزاد په خپل ټویټر لیکلي دي "مونږ د رامنځ ته شوي بهیر نه په استفادې خپلو خبرو ته دوام ورکوو. اوس هم یو شمیر مسایل پاته دي چې باید پرې کار وشي. تر هغه چې پر ټولو شیانو هوکړه ونشي پر هیڅ شي هوکړه نه کیږي. ټولو شیانو کې بین‌الافغاني خبرې او هر اړخیز اوربند هم راځي."

​د دوحې غونډه چې ټاکل شوې وه دوه ورځې دوام وکړي شپږو ورځو ته وغزیدله.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم په یوه اعلامیه کې لیکلي چې نن د شنبې په مازدیگر غونډې پای ته رسیدلي او د افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په گډون پر مهمو موضوعاتو بحث او مذاکرې شوي دي.

ښاغلي مجاهد دا هم ویلي چې په خبرو کې پرمختگ شوی خو " داچې موضوعات درانه دي او زیات جراوبحث ته اړتیا لري؛ نو فیصله وشوه چې د ځينو لاینحله مسایلو پر سر به په راتلونکي کې نورې ورته غونډي هم جوړیږي، ترڅو پاته لاينحله مسائلو ته هم د حل مناسبه او مفیده لار پيدا کړل شي او هم دواړه طرفه د مجلس جریان له خپلو مشرانو سره شریک او هدایت ترلاسه کړي. ".

تر دې وړاندې د طالبانو سرچینو د رویترز اژانس ته ویلي دي چې د امریکا سره د یوې موافقې پر موادو یې هوکړه کړې ده چې په افغانستان کې جگړه پای ته ورسیږي.

ددغې موافقې پر بنسټ امریکا چمتو ده چې د موافقې له لاس لیک کولو وروسته په ١٨ میاشتو کې له افغانستان نه خپل ځواکونه وباسي.

طالبانو ژمنه کړې ده چې د القاعده شبکې او داعش په څیر ډلو ته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان له خاورې د نورو هیوادونو پر ضد گټه واخلي.

دغو سرچینو همداشان ویلي دي چې په افغانستان کې د اروبند په ټینگیدو کار کوي او ددغه پروگرام له پلي کیدو وروسته به د افغانستان د دولت سره خبرې پیل کړي.

د طالبانو سرچینې وایي نور هغه مواد چې پدې موافقه کې شامل دي په کې د بندیانو خوشې کیدل، د طالبانو پر غړو د سفر د بندیزونو لرې کول او همداشان په افغانستان کې د یو موقت حکومت د جوړیدو احتمال، شامل دي.

د افغانستان دولت په وار وار ویلي دي چې د افغانستان د سولې په هکله هره پریکړه باید ددې هیواد د حکومت له لارې وشي او د سیمې هیوادونه په کې دخیل وي.

XS
SM
MD
LG