د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې د ځینو نظامي تمرینانو د پای ته رسولو خبر ورکړی


روسیې څه موده وړاندې د بیلاروس سره ګډ نظامي تمرینات وکړل.
روسیې څه موده وړاندې د بیلاروس سره ګډ نظامي تمرینات وکړل.

متحده ایالات ګمان کوي چې د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین لا په ګاونډي هیواد اوکراین د یرغل کولو پریکړه نده کړې، خو روسیې ویلي چې خپل ځینې نظامي تمرینونه پای ته رسوي.

داسې ښکاري چې روسیه غواړي پدې اقدام سره وښیي چې د غربي هیوادونو سره د پیدا شوي کړکیچ د حل لپاره دپلوماسۍ ته چمتو ده.

روسیه پداسې حال کې د دې نظامي تمریناتو د پای ته رسولو خبر هکوي چې د جرمني صدراعظم اول شولتز مسکو ته د جمهور رئیس ولادمیر پوتین سره د خبرو لپاره نن سه شنبه ورځي.

د ښاغلي شولتز څخه وړاندې د فرانسې او ترکیې جمهور رئیسان هم روسیې ته تللي و چې د اوکراین د کړکیچ د حل په لارو چارو د روسي چارواکو سره وغږیږي.

د جرمني صدراعظم چې مسکو ته د تګ څخه وړاندې یې په کې د اوکراین د جمهور رئیس ولادمیر زلینسکي سره هم وکتل وایي چې "لویدیځ هیوادونه د اروپا د امنیت په هکله د روسیې سره جدي خبرو ته چمتو دي".

دا تازه انکشافات په داسې حال کې کیږي چې متحده ایالاتو او متحدینو یې خبرداری ورکړی چې د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین ښایي په را روانو څو ورځو کې په اوکراین د توغندیو وارولو او بمبارد کولو نه وروسته د ځمکې د لارې هم تیری وکړي.

تر دې وړاندې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم خپل ولسمشر ولاديمیرپوتین ته ویلي دي چې د امنیت برخه کې له لویدیځ سره د توافق فرصت لیدل کېږي.

ښاغلي لاوروف په یوې امنیتي‌ غونډې کې چې د روسیې تلویزونونو خپروله، له لویدیځ سره د روانو خبرو په اړه د ښاغلي پوتین د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: "د بهرنیو چارو د وزیر په توګه باید ووایم چې تل یو فرصت موجود وي."

کله چې ښاغلي پوتین له خپل وزیر څخه وپوښتل چې "ایا په عمده مسائیلو کې د توافق فرصت شته که هڅه کېږي چې موږ یوې بې نتیجې مذاکرې ته کش کړل شو؟"هغه وویل چې مذاکرات نباید تر نامعلومې مودې پورې وي او زیاته یې کړه: " زما سپارښتنه دا ده چې [مذاکرات] روان او زیات شي"

روسیې له څه مودې راهېسې د اوکراین په سرحد کې عسکر ځای په ځای کړي‌ دي او لویدیځ وايي دا کار په اوکراین باندې د برید تیاری دی،‌خو مسکو وايي چې داسې کوم پلان نلري.

XS
SM
MD
LG