د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه د افغانستان په اړه د غونډې کوربنه ده


Russia BRICS Summit
Russia BRICS Summit

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د افغانستان په اړه په راروانه ډسمبر میاشت کې د روسیې، چین او پاکستان په ګډون په مسکو کې درې اړخیزه غونډه جوړوي.

د روسیې په بهرنیو چارو وزارت کې د افغانستان د څانګې رئیس ضمیر کابلوف ویلي، چې د سیمې په کچه د ښو اړیکو جوړول او د افغانستان د حالاتو پر سر خبرې، د دغې اجنډا ده.

ښاغلي کابلوف ویلي، چې د سیمې هیوادونه هڅه کوي ترڅو د تروریستي ډلو له زیانونو څخه ځانونه وژغوري او ټینګار یې کړی چې دا کار د افغانستان او د سیمې هیوادونو ترمنځ د یوې ګډې پروژې له لارې ممکن دی.

تراوسه افغان حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، چې دا غونډه د افغانستان پر حالاتو باندې هیڅ ډول مثبته اغیزه نه لري. کارپوه سید احمد احمدي امریکا غږ اشنا ته وویل روسیه، چین او پاکستان له تروریزم سره د مبارزې په نوم د دغې غونډې تر شا نور اهداف لري.

هغه وویل "محوري بحث د دغې ناستې دا دی چې دوی غواړي د امریکا نقش په افغانستان کې کمزوری کړي، چې دا مسله اوس د دوی له توان نه وتلې ده، نه په پاکستان کې دا توان شته او نه هم روسیه په افغانستان کې دومره نفوذ لري، چې دوی وشی کولی دې مسلې ته دوام ورکړي، دوی به ممکن حایشوي یو څه وکړي خو محوري بحث د دوی همدا موضوع ده، چې په دې کې دوی مطلق ناکامه دي."

د ښاغلي احمدي پر وینا، پاکستان د په سیمه او نړۍ کې د خپل بایللي اعتماد د بیرته ترلاسه کولو او له انزوا څخه د وتلو لپاره له روسیې سره نږدې شوی، روسیه هم هڅه کوي، چې په سیمه کې د لویدیځو هیوادونو د نفوذ مخه ونیسي او چین د خپلو اقتصادي ګټو لپاره کار کوي.

د سیاسي چارو دغه کارپوه وویل، چې دا درې هیوادونه په سیمه کې د یوي نوي بلاک د جوړولو هڅه کوي، خو د امریکا، اروپا، سعودي عربستان، هند او ایران له همکاریو پرته به هیڅ ډول مثبت نتایج ترلاسه نه کړي.

دغه راز د سیاسي چارو بل کارپوه فرید هاشمي امریکا غږ ته وویل، تر هغې چې د نړۍ د لویو هیوادونو او سیمې په کچه د افغانستان په اړه یو واحد نظر رامنځ ته نشي، د داسې غونډو جوړول د حالت په سمولو کې هیڅ مرسته ونکړي.

هغه د افغانستان په حالاتو باندې د درې اړخیزې ناستې د احتمالي نتایجو په اړه وویل "که د روسیې او امریکا نظر د افغانستان په اړه توپیر لري په هماغې اندازې د هند او پاکستان نظر هم د افغانستان په هکله توپیر لري او ایران او عربستان هم د افغانستان په اړه واحد نظر نه لري که د ټولو هیوادونو همکارۍ په یو ګډ نظر ترسره شي نو په سیمه کې به د ثبات لامل شي، خو په خواشینۍ سره په کوم وضعیت کې چې موږ یو داسې ګډ نظر شتون نه لري، که حالت همداسې دوام وکړي د افغانستان بې‌ثباتي به همداسې دوام وکړي."

ښاغلي هاشمي وویل، دا درې هیوادونه د امنیتي ملحوظاتو پر بنسټ سره نږدې شوې دي او زیاته یې کړه، چې ان امکان لري چې روسیه په دې برخه کې له یو شمیر تروریستي ډلو څخه ملاتړ هم وکړي.

له دې مخکې د سیاسي چارو کارپوه وحید مژده امریکا غږ ته ویلي وو، چې روسیه له ۲۰۰۶ کال راهیسې له طالبانو سره اړیکې لري.

امریکا دا مهال له پاکستان سره د پخوا په څیر تاودې اړیکې نه پالي. د امریکا نوي ولسمشر دونالد ټرمپ د خپل ټاکنیز کمپاین پر مهال په وار وار ټینګار کړی، چې د پاکستان د کنټرول لپاره باید امریکا خپل سرتیري په افغانستان کې وساتي. هغه دغه راز ویلي، چې پاکستان د تروریزم یو ملاتړی هیواد دی او که ولسمشر شو پر دغه هیواد به د امریکا مالي مرستې بندې کړي.

له دې مخکې یو شمیر امریکايي سناتورانو هم پاکستان ته ګواښ کړی، چې له تروریزم سره صادقانه مبارزه وکړي.

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، پخوا روسیې او هند نږدې اړیکې درلودې خو اوس هندو له امریکا سره ښې اړیکې پالي، چې د همدغو فشارونو له امله اوس پاکستان د روسیې ملګرتیا ته اړ شوی دی.

XS
SM
MD
LG