د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه هڅه کوي په موبایل تیلیفون د کروناویروس مخه ونیسي


د روسیې صدراعظم میخایل میشوستین، نن د دوشنبې په ورځ مارچ ۲۳ (وري ۴) د خپل هیواد مقاماتو ته پنځه ورځې وخت ورکړ چې داسې یو سیستم جوړ کړي ترڅو ددې لارې هغه کسان ومومي چې په کروناویروس اخته کسانو سره په تماس کې وو.

د موبایل تیلیفونونو ددې سیستم نه په استفادې به مقامات پدې وتوانیږي چې په کروناویروس اخته کسان ومومي او نور هغه کسان خبر کړي چې په دغه ویروس د اخته کسانو سره په تماس کې دي.

ددې سیستم نه په استفادې به د روسیې ټولو اوسیدونکو ته پیغام واستول شي چې آیا په ویروس اخته کسانو سره په تماس کې وو یا نه، بیا به دغه معلومات ځانګړو محلي مرکزونو ته د نورو اقداماتو لپاره استول کیږي.

کرملن وایي دغه اقدام قانوني جنبه لري او د کروناویروس د مخنیوي لپاره ددې هیواد د هڅو یوه برخه ده.

د روسیې د مخابراتو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي په کروناویروس د اخته کسانو د جغرافیایي موقعیت په نظر کې نیولو سره به نورو اوسیدونکو ته خبر ورکړل شي چې آیا هغوی په ویروس اخته کسانو سره تماس لري او که نه.

روسیې چې د بهرنیانو ورتګ یې هغه هیواد ته بند کړی تر اوسه د ۴۳۸ کروناویروس پیښو د ثبت کیدلو او ددې ویروس په وجه د یو تن د مړینې خبر ورکړی دی.

د مسکو ښاروال د دوشنبې په ورځ ددې ښار اوسیدونکو ته چې عمر یې د ۶۵ کالو لوړ دی وویل چې د خپلو کورونو نه ونه ووځي.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د شمیرو له مخې د مارچ تر ۲۳ پورې کروناویروس د نړۍ ۱۶۷ هیوادونو او سیمو ته پراخ شوی او پدې ویروس د اخته کسانو شمیر څه دپاسه ۳۴۹ زره او د مړو شمیر یې ۱۵۳۰۷ تنو ته رسیدلی دی.

XS
SM
MD
LG