د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا کې څوکۍ ونه ګټله


تېرکال د اپریل په میاشت کې ۹۳ هېوادونو په اوکراین باندې د برید له کبله په دغې شورا کې د روسیې موقف وځنډوه.
تېرکال د اپریل په میاشت کې ۹۳ هېوادونو په اوکراین باندې د برید له کبله په دغې شورا کې د روسیې موقف وځنډوه.

روسیې ونشوه کولای چې د سه شنبې په ورځ اکتوبر لسمه (تلې۱۸) د ملګرو ملتونو په عمومي غونډې کې د بشري حقونو په شورا کې څوکۍ ترلاسه کړي.

د سه شنبې د ورځې په رایې اچوونې کې روسیې، بلغاریا او البانیا د شرقي اروپا د دوو څوکیو لپاره مبارزه وکړه، خو غړو هېوادونو روسیې ته کافي رایې ورنکړې چې څوکۍ وګټي.

روسیې یوازې ۸۳ مثبتې رایې ترلاسه کړې. د دغې څوکۍ د ګټلو لپاره باید د ټولو غړو د ۱۹۳ رایو څخه ۹۷ رایې ترلاسه شي. البانیا ۱۲۳ او بلغاریا ۱۶۰ مثبتې رایې ترلاسه کړې او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې یې څوکۍ وګټلې.

تېرکال د اپریل په میاشت کې ۹۳ هېوادونو په اوکراین باندې د برید له کبله په دغې شورا کې د روسیې موقف وځنډوه، خو ۲۴ هېوادونو په دې اړه خپل مخالفت څرګند کړی و.

د دغې شورا نوي غړي د ۲۰۲۴ او۲۰۲۶ کلونو دورې ته ټاکل کېږي. په دې رایې اچوونې کې د روسیې د ناکامۍ یو علت په اوکراین باندې د هغه هېواد برید بلل کېږي. تر دغو ټاکنو یوه ورځ مخکې د روسیې د راکټونو په بریدونو کې لږ تر لږه ۵۰ تنه ووژل شول.

د بشري حقونو د څار یو چارواکي لویس چاربوني وویل: «د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو د روسیې مشرتابه ته یو قوي پیغام ورکړ، چې د ډېرو جنګي جرمونو او بشري ضد جرمونو مسئول د بشري حقونو د شورا سره تړاو نشي لرلالی.»

د بشري حقونو د څار ډلې همدغه راز د ملګرو ملتونو له غړو هېوادونو څخه غوښتي وو چې په دغې شورا کې د چین او کیوبا د غړیتوب سره مخالفت وکړي.

خو چین په دغو ټاکنو کې ۱۵۴ او کیوبا ۱۴۶ مثبتې رایې وګټلې او په دغې شورا کې یې خپلې څوکۍ خوندي کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG