د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې ۵۰ کاله وروسته بیا سپوږمۍ ته فضايي ماموریت پیل کړ


روسیې له شاوخوا ۵۰ کالونو وروسته د لونا-۲۵ فضايي بېړۍ په استولو سره سپوږمۍ ته خپل فضايي ماموریت بیا پیل کړ.

له ۱۹۷۶ کال څخه وروسته دا سپوږمۍ ته د روسیې دویم ماموریت دی. روسیه هڅه کوي چې د پخواني شوروي اتحاد فضايي پروګرام بیا پيل او پراخ کړي.

د روسیې فضايي ادارې «روسکاسموس» نن جمعه اګست ۱۱ (زمری۲۰) وویل چې د لونا-۲۵ فضايي بېړۍ یې د مسکو په ځايي وخت د سهار په ۲:۱۰ د «وستوچني» له فضايي مرکز څخه وتوغوله.

د لونا-۲۵ فضايي بېړۍ څلور پایې او شاوخوا ۸۰۰ کیلو ګرام وزن لري او ټاکل شوې چې په پنځو ورځو کې د سپوږمۍ مدار ته داخله شي. دا فضايي بېړۍ به شاوخوا اووه اونۍ تېروي چې د سپوږمۍ په جنوبي قطب کې ځان ته مناسب ځای پیدا کړي.

د روسیې د فضايي ادارې یو مقام الکساندر بلوخین ویلي دي چې په تاریخ کې به په لومړي ځل د سپوږمۍ په جنوبي قطب کې یوه فضايي بېړۍ کیني. هغه وویل چې تر دې مخکې نورې بېړۍ د سپوږمۍ استوايي ناحیې ته نژدې کېناستلې وې.

د روسیې د فضايي ادارې یوې سرچېنې ویلي دي چې تمه ده لونا-۲۵ د اګست په ۲۱ نېټه د سپوږمۍ په سطحه کې ښکته شي. دا تحقیق کووونکې وسیله به هلته شاوخوا یو کال پاتې شي، د سپوږمۍ د خاورو بېلګې به واخلي، هغه به تجزیه کړي او همدغه راز به یو لړ نور علمي تحقیقات هم وکړي.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ټېنګار کړی دی چې د لویدیځ له بندیزونو سره سره به مسکو د سپوږمۍ د ماموریت د پراختیا لپاره د پخواني شوروي اتحاد په څېر کار وکړي. هغه ویلي چې د نوي ماموریت د بري چانس یې ۷۰ سلنه دی.

په ۱۹۷۶کال کې د شوروي اتحاد فضايي بېړۍ د سپوږمۍ څخه د خاورو نمونې ځمکې ته ښکته کړې وې .

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG