د لاس رسي وړ اتصالات

د روسیې په مشرۍ ائتلاف نارامه قزاقستان ته پوځیان استوي


د روسیې په مشري نظامي ائتلاف د چهار شنبې په ورځ جنوري ۵ (مرغومي ۱۵) ویلي دي چې د قزاقستان د باثباته کولو په هدف به هغه هیواد ته سوله ساتي ځواکونه واستوي.

دغه ائتلاف ویلي دي‌ چې ګڼ شمیر مظاهره کوونکو د "بهرنۍ مداخلې" په مرسته د پخواني شوروي اتحاد په دغه هیواد کې ګډوډي رامنځ ته کړې ده.

د انرژۍ بډای هیواد قزاقستان چې له ډیره وخته راهیسې په مرکزي آسیا کې د پخواني شوروي اتحاد یو باثباته هیواد ګڼل کیده، د تیلو د بیې د لوړیدو له امله پر دولتي ودانیو د پاریدلو مظاهره کوونکو له برید وروسته، په وروستیو لسیزو کې له خپل لوی کړکیچ سره مخ شوی دی.

د قزاقستان جمهور رئیس کاسیم جمارت توکایوف د پنجشنبې په سهار وختي خپل ملت ته په وینا کې وویل چې هغه د روسیې په مشرۍ د جمعي امنیت له تړون څخه د هغه څه په وړاندې د مبارزې غوښتنه کړې چې د هغه په وینا "تروریستي ډلې" چې په بهر کې یې پراخه روزنه لیدلې، مبارزه وکړي.

د روسیې په مشرۍ د جمعي امنیت په تړون کې د پخواني شوروي اتحاد پنځه نور غړي هیوادونه هم شامل دي.

وروسته بیا د جمعي امنیت د تړون مشر او د ارمانیا لومړي وزیر نیکول پاشینیان پر فیسبوک ولیکل چې ائتلاف به قزاقستان ته د ثبات او د حالت د عادي ‌کیدو په هدف د مشخص وخت لپاره سوله ساتي ځواکونه واستوي.

نوموړي څرګنده کړې چې ترهګر هغه ودانۍ، بنسټونه او امکان نیسي چې پکې سپکې وسلې موجودې دي.

ښاغلي پاشینیان وویل، نوموړي د قزاقستان د ستر ښار الماټا هوایي ډګر ته پنځه الوتکې استولي او د هغه هیواد هوایي ځواک ښار ته څیرمه سخته جګړه هم کړېده.

د فرانسې د خبري آژانس خبریال د چهار شنبې په ماښام د هغه هیواد د ښار په مرکز کې په سل ګونه مظاهره کوونکي لیدلي چې یو شمیرو یې زرهي خولۍ اغوستې وي.

ددغه ۱۹ میلیوني هیواد کې په بیلابیلو برخو کې مظاهرې روانه اوونۍ د "LPG" ګازو د بیې د لوړیدو په غبرګون کې پیل شوې، هغه ګاز چې تر ډیره د هغه هیواد په لودیځ کې په موټرونو کې کارول کیږي.

د قزاقستان جمهور رئیس کاسیم جمارت توکایوف د ډیرو تاوتریخوالو د مخنیوي په هدف د چهار شنبې په لومړیو کې د لومړي وزیر عسکر مانم په مشرۍ د حکومت د لغوه کیدو اعلان وکړ.

خو مظاهرې زیاتې شوې او د هغه هیواد حکومت د چهار شنبې په وروستیو کې اعلان وکړ چې د مظاهرو په سیمو کې به اعلان شوی بیړنی حالت ټول هیواد ته وغځیږي او د جنوري تر ۱۹ به دوام وکړي.

د روسیې، امریکا، اروپا او ملګرو ملتونو غبرګون

د قزاقستان د رژیم نږدې ملګري مسکو د سړکونو پر سر د مظاهرو او تاوتریخوالو او د قانون د نقض کولو پر ځای د ډیالوک له لارې په سوله ایز شکل د مشکل د هواري غوښتنه کړېده.

اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو له ټولو اړخونو څخه د صبر او زغم غوښتنه کړې خو واشنګټن له قزاقستاني چارواکو غوښتي دي چې مظاهره کوونکو ته په سوله ایز شکل د اعتراض فرصت ورکړي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جن ساکي ویلي مظاهره کوونکي باید وکړای شي چې په سوله ایز شکل خپل اعتراض وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس ودانیو او تاسیساتو د زیان رسولو غندنه کړې خو د هغه هیواد د حکومت له خوا یې د انټرنټ بندول هم غندلي دي.

ښاغلي پرایس ویلي:"له ټولو قزاقستانیانو غواړو چې د انټرنټي خدمتونو بیرته فعالولو په ګډون د اساسي قانون بنسټونو، بشري حقونو او د رسنیو آزادۍ ته درناوی او له هغوی دفاع وکړي."

جن ساکي د روسیې هغه ادعا چې ویلي دي په قزاقستان کې ددغو پراخو مظاهرو تر شاه د امریکا لاس دی په بشپړ ډول ناسمه بللې ده.

د الماتای ښار د روغتیا څانګې ویلي چې د ۱۳۷ پولیسو په ګډون ۱۹۰ کسانو سره یې روغتیایي مرستې کړي دي. مقاماتو له خلکو غوښتي چې په کورونو کې پاته شي. پولیسو تر اوسه څه دپاسه ۲۰۰ کسان نیولي دي.

XS
SM
MD
LG