د لاس رسي وړ اتصالات

اوکراین ته د امریکا د پوځي مرستو تر تصویب وروسته، روسیې د وسلو د تولید بهیر ګړندی کړی


عکس - ارشیف
عکس - ارشیف

د ولسمشر بایډن لخوا له اوکراین سره د څه باندې شپیته میلیاردو ډالرو پوځي مرستې د لایحې تر منظورولو یوه اوونۍ وروسته، د روسیې دفاع وزیر پدغه هېواد کې د وسلو د تولید او د پوځي انتقالاتو د بهیر د ګړندي کېدو سپارښتنه کړې ده.

اوکراین ته د متحدو ایالتونو د نوې مرستې په چوکاټ کې به د اوکراین پوځ ته د توپخانو ضد سیسټم، راکټونه او د ټانګ ضد مهمات ورکړل شي.

روسیې له اوکراین سره د جګړې په لومړۍ کرښه کې چې شاوخوا ۱۰۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري، لږ او تدریجي پرمختګ کړی او پرله پسې توګه یې ویلي، چې اوکراین ته د امریکا د وسلو مرسته به د مسکو د بریا مخه ونه نیسي. خو په ورته وخت کې ځینو روسي چارواکو اندېښنه ښودلې چې له اوکراین څخه د امریکا ملاتړ د روانې جګړې د داوم او غځیدو سبب شي.‌

د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو د چهارشنبې په ورځ، مې لومړۍ (غوايي ۱۲مه) د روسیې له جګپوړو پوځي چارواکو سره په کتنه کې وویل چې د پوځي برید د بهیر د ګړندي ساتلو لپاره د وسلو د تولید حجم، کیفیت او سرعت زیاتولو ته اړتیا ده.

ددغه کتنې په یو ویډیو کې چې د روسیې د دفاع وزارت لخوا خپره شوې، شویګو وویل چې د روسیې دفاعي صنعت ته لارښونه شوی چې د وسلو د تولید بهیر چټک کړي.

سره ددې چې کیف په ۲۰۲۳ کال کې د روسیې د پوځ د پرمختګ د مخنیوي په موخه ځوابي عملیات پیل کړل، خو دا عملیات بریالي نه وو، ځکه چې د روسیې پوځ دا مهال د اوکراین پر ۱۸ سلنه خاوره کنټرول لري.

د امریکا د استخباراتي ادارې (سي آی اې) رئیس، ویلیم برنز تېره میاشت خبرداری ورکړ چې د امریکا له پوځي ملاتړ پرته به اوکراین د جګړې په ډګر کې بریا ترلاسه نه کړي. خو د جګړې اوسني حالت ته په کتو سره دا څرګنده نه ده چې اوکراين به وکولای شي له روسيې څخه د خپلې خاورې نيول شوې برخې بېرته ونيسي او که نه.

بلخوا د روسیې وړتیا د سلګونو زرو قراردادي سرتیرو په ګمارلو او د وسلو د تولید د بهیر په ګړنډي‌ کولو سره، متحده ایالات او د شمالي اتلانتیک تړون سازمان (ناټو) کې یې لویدیځ متحدین هيښ کړي دي.

تېره میاشت په اروپا کې د امریکايي‌ ځواکونو قوماندان کریسټوفر کاوولی وویل، چې اوسمهال د روسیې پوځ پر اوکراین د پوځي یرغل څخه د وړاندې وخت په پرتله، په سلو کې ۱۵ سلنه ستر دی. هغه زیاته کړه چې روسیه به په روان کال کې دومره وسلې تولید کړي چې حجم به یې د ناټو د ټولو ۳۲ غړو د تولید له ظرفیت څخه لوړ شي.

همدارنګه د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي تېره دوشنبه وویل چې د متحدو ایالتونو مرسته شوې وسلې او مهمات په لږې پیمانې سره کیف ته رسیږي. هغه وویل چې د روسیې د پوځ د پرمختګ د مخنیوي‌ لپاره اوکراین ته د وسلو لېږد باید ګړندی شي.‌

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG