د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي دي چې د روسیې او ایران ترمنځ د هراړخیزو ستراتیژیکو همکاریو تړون به په نږدې راتلونکي کې نهایي او لاسلیک شي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ دفاعي همکاري به هم پکې شامله وي.
لاوروف د پنجشنبې په ورځ، اکټوبر ۳۱ (لړم ۱۰) په مینسک کې د اروپا-آسیا نړیوال امنیتي کنفرانس په دویمه غونډه کې وویل چې دا تړون به "په پام وړ کچه د روسیې او ایران اړیکې پیاوړې کړي".
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په وینا، دغه هوکړه لیک په دفاعي برخو کې د نږدې همکارۍ لپاره د دواړو لورو د ژمنو څرګندونه کوي او لاسلیک به یې د سیمې او نړۍ د سولې او امنیت په ګټه وي. خو نوموړي د دغه تړون په چوکاټ کې د دواړو هېوادونو د دفاعي همکاریو په اړه نور جزئیات ورنه کړل.
لاوروف د کره نیټې له ذکر کولو پرته وویل چې دغه سند به په «نږدې راتلونکې» کې لاسلیک شي او د هغه په وینا د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان به د روان کال له پای ته رسیدو دمخه ددغه تړون د لاسلیکولو لپاره مسکو ته سفر وکړي.
تر دې مخکې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د اکتوبر په ۲۳مه نېټه د روسيې په کازان ښار کې د بريکس هېوادونو د سرمشريزې په څنډه کې له پزشکیان سره په کتنه کې وويل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريو تړون به ډېر ژر نهايي شي.
د روسیې او ایران اړیکې د لویدیځو هیوادونو لپاره د اندیښنې وړ دي، په ځانګړې توګه په داسې حال کې چې روسیه له اوکراین سره په پراخه کچه جګړه کې ښکیل ده او ایران هم د اسرائیل سره د بریدونو په تبادله او په هغه هیواد د راکټونو په ویشتلو بوخت دی، که څه هم اسرائیل پر ایران باندې د هوایي بریدونو په کولو سره د ایران بریدونو ته ځواب ووایه.
په وروستیو کلونو کې، په تېره بیا پر اوکراین له یرغل وروسته، روسیې له ایران او شمالي کوریا سره خپلې اړیکې پیاوړې کړې، چې دواړه له امریکا سره سخته دښمني لري.
پوتین او د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د جون په میاشت کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د هراړخیز همکارۍ تړون لاسلیک کړ چې په کې دفاعي همکاري هم شامله وه.
په دې وروستیو ورځو کې امریکا او ناټو ویلي چې شمالي کوریا شاوخوا لس زره سرتېري روسیې ته استولي دي.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا د سفیر مرستیال رابرټ ووډ د چهارشنبې په ورځ اکتوبر ۳۰ (لړم ۹) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې وویل چې د شمالي کوریا هغه عسکر چې اوکراین ته ځي د روسي پوځیانو ترڅنګ د جګړې لپاره ځي، د هغوی جسدونه به "په کڅوړو کې" ستانه شي.
شمالي کوریا روسیې ته د خپلو پوځیانو د لېږلو خبر رد کړی، خو د دغه هېواد د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ویلي، که پیونګ یانګ روسیې ته خپل سرتېري ولېږي، دا ډول اقدام به له نړیوالو معیارونو سره سم وي.
خو د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين په خپل هېواد کې د کوريا جمهوريت د پوځيانو شتون نه دی رد کړى. پوتین د دې اونۍ په پیل کې وویل چې مسکو به پدې اړه چې د شمالي کوریا سرتیري په اوکراین کې د جګړې لومړۍ لیکې ته د استولو په ګډون څنګه اعزام شي، پریکړه وکړي.
متحده ایالاتو د سپټمبر په میاشت کې پر ایران تور ولګاوه چې روسیې ته یې د لنډ واټن ویشتونکي بالستیک توغندي استولي چې د امریکايي چارواکو په وینا د اوکراین پر ضد په جګړه کې به وکارول شي. تهران دغه تورونه رد کړي دي.
فورم \ دبحث خونه