د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه: افغانستان کې د امریکا پاتې شوې وسلې د سیمې لپاره ګواښ دی 


وسله وال طالبان
وسله وال طالبان

د روسیې د ملي امنیت د شورا مشاور نیکولای پاتروشیف ویلي دي چې په افغانستان کې بي ثباتي د سیمې ټولو هېوادونو ته انتقالېدای شي.

نیکولای پاتروشیف د چهارشنبې په ورځ فبروري اتمه (سلواغه ۱۹) د سیمې د هېوادونو د ملي امنیت د مشاورانو په غونډه کې په افغانستان کې د امریکا او ناټو د پاتې شویو وسلو په اړه اندېښنه وښوده.

د روسیې د تاز اژانس د راپور په اساس نیکولای پاتروشیف ویلي دي: «موږ د څه باندې زرو ټانګونو، انسان لېږدوونکو ټانګونو، لسګونه الوتکو او هلیکوپترونو، سلګونو توپخانه يي دستګاوو، هاوان، د ټانګ او الوتکې ضد سیستمونو او د سلګونو زرو سپکو او درنو وسلو په اړه غږېږو چې لسګونه میلیارد ډالر ارزښت لري.»

نوموړي وویل چې دا وسلې او تجهیزات به هم افغان ډلو ترمنځ د جګړو د زیاتېدو لامل شي، هم به په تور بازار کې خرڅ شي او هم به د نورو هېوادونو د ترهګرو ډلو لاسونو ته ولوېږي.

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت د راپورونو له مخې د ۲۰۰۵ کال څخه تر ۲۰۲۱ پورې د ۱۸.۶ میلیادر ډالرو په ارزښت نظامي وسایل د امریکا لخوا د افغانستان امنیتي ځواکونو ته ورکړل شوي دي.

اټکل کیږي چې د ۷.۱۲ ملیارد ډالرو په ارزښت نظامي وسایل چې الوتکې، مهمات، نظامي موټر، وسلې، مخابراتي وسایل او نور پکې شامل دي، په افغانستان کې پاتې او طالبانو ته په لاس ورغلي.

روسیه داسې مهال اندېښنې ښيي چې ممکن افغانستان کې پاتې وسلې د سیمو د نورو هېوادونو ترهګرو ډلو لاس ته ورشي چې هند څه موده مخکې وویل په کشمیر یې له اورپکو څخه داسې وسلې ضبط کړي چې بېلګې یې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې وې.

د ایران د ملي امنیت مشاور علی شمخانی هم د سیمې د هېوادونو د ملي‌ امنیت د مشاورانو په دغې غونډې کې، چې د روسیې، ایران، هند، چین، تاجیکستان، قرغیزستان، اوزبیکستان، او ترکمنستان استازو ګډون کړی و، هم خبرې وکړې. هغه په افغانستان کې د امنیت ټېنګښت، سوله، ثبات او پرمختګ د ایران لپاره «اصلي لومړیتوب» وباله.

د ایران ایرنا د راپور په اساس علي شمخاني ویلي چې په افغانستان کې ثبات ته د رسېدو لپاره د همه شمول حکومت جوړول مهم دي او تاکید یې کړی چې باید د سیمې هېوادونه په افغانستان کې د سولې لپاره ګډ کار وکړي.

هغه د طالبانو حکومت ته په اشارې،‌ چې ټول مقامات او افراد یې د دغه غورځنګ غړي دي، وویل: «په حاکمیت [حکومتولۍ] کې د ټولو قومونو او ګوندونو په مشارکت او د افغانستان په نورو ثبات بخښونکیو برخو کې به نور ځنډ نه یوازې دا چې ګټه ونه کړي، بلکې د دې هېواد اوسنۍ ستونزې به لا زیاتې کړي.»

د طالبانو د حکومت کوم استازي په دې غونډه کې برخه نلرله خو طالب مقامات ټېنګار کوي چې د افغانستان په اړه غونډو کې باید دوی ته برخه ورکړل شي.

د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د ملي امنیت د مشاورانو تېره غونډه د ۲۰۲۲ د مۍ په میاشت کې د تاجیکستان په مرکز دوشنبه کې او تر هغه مخکې غونډه یې د طالبانو له راتګ شاوخوا دوې میاشتې وروسته د ۲۰۲۱ په نومبر د هند په نوي ډهلي کې وشوه.

XS
SM
MD
LG