د لاس رسي وړ اتصالات

د روسیې د غږ له سرعت نه د چټکو میزایلو لومړی غنډ فعال شو- مسکو


د روسیې د غږ له سرعت نه د چټکو میزایلو ازموینه
د روسیې د غږ له سرعت نه د چټکو میزایلو ازموینه

د روسیې د دفاع وزارت وایي ددې هیواد د غږ له سرعت نه د چټکو میزایلو لومړني غنډ خپل فعالیت پیل کړ.

روسي رسنیو ددې هیواد د دفاع وزارت له قوله لیکلي دي چې: "د میزایلو لومړنۍ قطعې چې غږ له سرعت نه په چټکو (Avangard) ستراتیژیکو میزایلو سمباله ده د دسمبر په ٢٧ د مسکو پر وخت سهار ١٠ بجې په عملي توگه فعالیت پیل کړ".

دغه پوځي قطعه د روسیې په لویدیځ کې د اورال په اورنبرگ سیمه کې ځای پر ځای شوې ده.

د روسیې د دفاع وزیر سرگي شایگو، نن د دسمبر په ٢٧ (مرغومې ٦) د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین ته وویل چې د غږ یا صوت د سرعت نه چټک (Avangard) لومړني میزایل گټې اخیستنې ته چمتو دي.

روسي مقامات وایي چې ددغو میزایلو سرعت د ازمایلو پر وخت په ساعت کې تر ٣٣ زره کیلومتره پورې رسیدلی دی.

خو بیا هم پدغه هکله زیات معلومات ندي ورکړل شوي.

مسکو ویلي دي چې د Avangard میزایل یې د نومبر په میاشت کې امریکایي مفتشینو ته ښودلي دي.

د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین، په ٢٠١٨ کال کې ملت ته د خطاب د وینا پر وخت ددغو میزایلو تصویرونه وړاندې کړل او وویل چې دغه میزایل به د موجودو راکټي دفاع ټول سیستمونه مات کړي.

د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین، په ٢٠١٨ کال کې ملت ته د خطاب د وینا پر وخت ددغو میزایلو تصویرونه وړاندې کړل او وویل چې دغه میزایل به د موجودو راکټي دفاع ټول سیستمونه مات کړي.

XS
SM
MD
LG