د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه: د مسکو د برید څلور نور طراحان هم نیول شوي


د روسیې امنیتي ځواکونو د مسکو د برید په شک یو شمېر کسان نیولي
د روسیې امنیتي ځواکونو د مسکو د برید په شک یو شمېر کسان نیولي

د روسیې استخبارات وایي هغو څلورو کسانو، چې تېره ورځ د یوې ترهګریزې دسېسې له شنډولو وروسته ونیول شول، د مسکو برید کوونکو ته وسلې او پېسې برابرې کړې وې.

په مسکو کې د مارچ په ۲۲ نېټه په یو سالون کې په کانسرت باندې برید وشو او ۱۴۰ تنه ووژل شول.

د روسیې استخباراتو نن دوشنبه اپریل لومړۍ (وري ۱۳) وویل دا څلور بهرنيان، چې تېره ورځ په داغستان کې ونیول شول، د مسکو په برید کې د پېسو او نورو وسائیلو په برابرولو کې دخېل وو.

د ترهګرۍ سره د روسیې د مبارزې کمېټې تېره ورځ وویل هغه درې کسان یې نیولي دي چې په خبره یې غوښتل یې یو لړ تروریستی جنایتونه وکړي.

د انترفاکس اژانس د روسیې د استخباراتي‌ ادارې د یوې ویدیو په اساس راپور ورکړی دی چې یو نیول شوی کس په کې وایي: «ما له هغوی څخه وسلې واخیستې، دوی هغه کسان دي چې د کروکاس ښار په سالون کې یې برید وکړ.»

د روسیې مقاماتو تر دې مخکې ویلي وو چې د دغه برید په شک یې ۱۲ تنه نیولي‌ دي چې څلور یې د تاجیکستان دي.

داعش ادعا کړې ده چې د مسکو برید دوی کړی دی. خو د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په دغه برید کې د اوکراین او لویدیځو هېوادونو مداخلې ته اشاره کړې ده. کیف او لویدیځو هېوادونو دا تور رد کړی دی.

له دغه برید وروسته واشنګټن وویل چې د روسیې امنیتي‌ ادارو ته یې په لیکلي بڼه خبرداری ورکړی و چې افراطیان په مسکو کې په لویو غونډو د بریدونو پلان لري.

د رویټرز خبري اژانس وايي چې دریو سرچېنو ورته ویلي دي چې ایران هم روسیې د دغه برید په اړه معلومات ورکړي وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG