د لاس رسي وړ اتصالات

پوتین او اردوغان په سوریه کې د اوربند په اړه خبرې وکړې


د روسیې او ترکیې جمهور رئیسان
د روسیې او ترکیې جمهور رئیسان

د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین د ترکیې د جمهور رئیس رجب طیب اردوغان، سره وکتل چې د سوریې په ادلب ولایت کې د مسکو او انقرې ترمنځ رامنځ ته شوی کړکیچ راکم شي.

ښاغلي پوتین د پنجشنبې په ورځ مارچ پنځمه (کب ١٥) د ښاغلي اردوغان سره په گډ خبري کنفرانس کې وویل: "د سوریې په ادلب ولایت کې وضعیت زور اخیستی او د روسیې او ترکیې د مشرانو مستقیمو خبرو ته اړتیا ده."

ښاغلي اردوغان هیله څرگنده کړه چې دغه لیدنه کتنه چې د جمهور رئیس پوتین په نوښت شوې د ادلب په ولایت کې د تاوتریخوالي د کمیدو او د اوربند د رامنځ ته کیدو سبب شي او د روسیې او ترکیې د مخامخ کیدو مخنیوی وکړي.

پدې وروستیو اونیو کې ترکي پوځیانو د ادلب ولایت کې د حکومت ضد یاغیانو په ملاتړ پوځي عملیات کړي او تر اوسه د بشارالاسد د ملاتړو ځواکونو سره په جگړه کې د ترکیې څه دپاسه ٦٠ سرتیري وژل شوي دي.

د روسیې جمهور رئیس د خپل ترکي سیال سره په کتنه کې په ادلب کې د ترکي سرتیرو د وژل کیدو په اړه ښاغلي اردوغان ته تسلیت ووایه.

د سوریې په جگړه کې روسیه د سوریې د جمهور رئیس بشارالاسد، ملاتړ کوي خو ترکیه بیا د اسد د رژیم د مخالفو یاغیانو ملاتړ کوي.

پدې وروستیو میاشتو کې د سوریې حکومتي قواو په ادلب ولایت کې چې د یاغیانو وروستی مورچل گڼل کیږي پراخ عملیات پیل کړي، هغه اقدام چې په وجه یې نژدې یو میلیون کسان له دغه ولایت څخه تیښتې ته اړ شوي دي.

ملگرو ملتونو ویلي دي چې د ادلب په ولایت کې وروستیو نښتو د سوریې په نهه کلنه جگړه کې تر ټولو "بد بشري ناورین" رامنځ ته کړی دی.

ترکیه همدا اوس د شاوخوا ۳.۶ میلیون سوري مهاجرو کوربه ده او ترکي مقاماتو ویلي دي چې دا هیواد نور د مهاجرو د منلو توان نلري.

انقرې په دې وروستیو کې سوریې څخه راتلونکو مهاجرو پر مخ د اروپا دروازې وروسته له هغې پرانستلې چې د سوریې په شمال لویدیځو سیمو کې د پوځي عملیاتو له کبله یې ترکیې ته مخه کړې وه.

XS
SM
MD
LG