د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه وايي امریکا او ناټو یې ملي‌ امنیت ته لوی ګواښ دی  


د روسیې ولسمشر پوتین
د روسیې ولسمشر پوتین

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نن یکشنبه جولاۍ ۳۱ (زمري نهمه) د خپل هېواد د سمندري‌ ځواکونو یو سند لاسلیک کړ چې په کې د امریکا متحده ایالتونه او ناټو د روسیې د ملي امنیت لپاره «عمده ګواښ» بلل شوي دي.

د ۵۵ مخونو په دغه سند کې د «نړۍ په بحرونو باندې د تسلط لپار د واشنګټن ستراتېژیک اهداف» او د «ناټو پوځي زیربنا» د روسیې د ملي امنیت او پراختیا لپاره عمده ګواښونه ګڼل شوي‌ دي.

همدغه راز په سند کې ویل شوي‌ دي‌ چې د روسیې داخلي او بهرنۍ تګلارې د امریکا او د هغې د متحدینو له متقابلو اقداماتو سره مخامخ دي. دا سند د روسیې د بحري ځواکونو په ورځ لاسلیک شوی دی.

مسکو د لویدیځ پوځي‌ ایتلاف یو رښتینی ګواښ ګڼي او په ناټو کې د اوکراین د غړیتوب اخیستلو مسئله یې په اوکراین د خپل یرغل یو عمده دلیل بللی دی.

په اوکراین باندې تر یرغل مخکې روسیې له امریکا او ناټو څخه غوښتي وو چې کیف ته غړیتوب ورنکړي.

سره له دې چې تر دې دمه په ناټو کې اوکراین ته د غړیتوب ورکولو په اړه کومه پرېکړه نه ده شوې، مسکو د فبروۍ په ۲۴ نېټه په اوکراین پوځي یرغل پیل کړ.

د روسیې د پوځ په دغه نوي سند کې واضحه لیکل شوي‌ دي چې مسکو غواړي د «شمال ختیځې لارې» په نامه له اروپا څخه اسیا ته «مصونه او رقابتي» سمندري لار ولري.

Reply

Reply all

Forward

MJ

XS
SM
MD
LG