د لاس رسي وړ اتصالات

پوتین: د امریکا د هر اقدام په وړاندې ورته عمل کوو


د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین د شنبې په ورځ د ( فبروري ۲ ) وویل هیواد به یې له امریکا سره د منځني واټن ویشتونکو توغندیو له قرار داد څخه ووځي.

ولادمیر پوتین دا څرګندونې له یاد قرار داد څخه د وتلو په اړه د واشنګټن د وروستي اعلان په غبرګون کې کړې دي.

د امریکا متحدو ایالتونو د فبروري په لومړۍ نیټه اعلان وکړ چې له روسیې سره د منځني واټن ویشتونکو توغندیو له قرار داد څخه وځي او روسیې یې له یاد قرار داد څخه په سرغړونه تورنه کړه هغه څه چې مسکو رد کړي دي.

ولادمیر پوتین ویلي مسکو به د واشنګټن هر ډول غبرګون ته ورته اقدام وکړي. د روسیې د جمهور رئیس په وینا، که امریکا متحده ایالات له دې قرار داد څخه ووځي، روسیه به هم بهر شي.

پوتین د امریکا دفاع وزارت ته امر کړی چې تسلیحاتي څیړنې پیل کړي هغه څه چې له دې وړاندې د قرار داد له مخې منع شوي وو.

د روسیې ولسمشر زیاته کړې چې خپل نوي مزایل او نور تسلیحات به نه په اروپا او نه هم د نړۍ په کومه بله برخه کې ځای پر ځای کړي، خو دا کار به هغه وخت وکړي چې د امریکا وسلې ولیدل شي.

روسیې او امریکا دواړو ویلي چې د خبرو لپاره چمتو دي.

غبرګونونه

د منځني واټن ویشتونکو توغندیو له قرار داد څخه د وتلو په اړه د واشنګټن او مسکو پریکړو د نړۍ هیوادونه او سازمانونه اندیښمن کړي دي.

د چین حکومت ددې تړون د پاتې کیدو غوښتنه کړې او له امریکا او روسیې یې غوښتي دي چې خپل اختلافات د خبرو اترو له لارې هوار کړي.

د ناټو عمومي سرمنشي ینز ستولتنبرګ د واشنګټن ملاتړ کړی او ویلي یې دي روسیې د اټومي قرار داد موارد نقض کړي دي.

د ناټو سرمنشي ویلي روسیه د څو کلونو راهیسې د اټومي مزایلو له قرار داد څخه سرغړونه کړې ده. ستولتنبرګ زیاته کړې روسیه نشي کولای په دې ډول خپل کار ته دوام ورکړي، ځکه هر اټومي قرار داد د یوه طرف له خوا په عملي کیدو سره ګټور نشي تمامیدای.

ستولتنبرګ وویل له دې قرار داد څخه د امریکا وتل شپږ میاشتې وخت نیسي خو ښه به دا وي چې روسیه بیرته د قرار داد مواردو ته درناوی وکړي.

د روسیې او امریکا ترمنځ د منځني واټن ویشتونکو توغندیو د تولید د منع قرار داد په ۱۹۸۷ کال کې د امریکا د هغه وخت د جمهور رئیس رونالډ ریګن او د پخواني شوروي اتحاد د وخت د مشر میخایل ګورباچوف ترمنځ لاسلیک شو.

ددې قرار داد هدف د هغو مزایلو د تولید مخنیوی دی چې د اټومي ټوپۍ د لیږد وړتیا لري او کولای شي تر ۵۵۰۰ کیلومترو پورې هدف په نښه کړي.

XS
SM
MD
LG