د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د روسیې سره د اټومي توغندیو له تړون نه وځي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو

د امریکا متحده ایالاتو د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې تصمیم یې نیولې د روسیې سره د اټومي توغندیو له تړون نه ووځي.

د امریکا دغه تصمیم د چارو د څارونکو ترمنځ زیاتې اندیښنې رامنځ ته کړي دي. دوی اندیښمن دي چې د روسیې سره له تړون نه د امریکا وتل به د تسلیحاتي سیالیو د نوي دوران رامنځ ته کړي.

د امریکا متحده ایالاتو د سړې جگړې وروسته د روسیې سره د منځمهاله واټن ویشتونکو اټومي توغندیو د کنترول سند لاس لیک کړی و. امریکا اوس روسیه ددې تړون نه په سرغړونو تورنوي، خو روسیې دغه تورونه نه مني.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو خبریالانو ته وویل چې هیواد یې روسیې ته یو رسمي لیک استولی دی او ورته یې ویلي دي چې که روسیه ددې تړون نه سرغړونو ته دوام ورکړي امریکا به د شپږو میاشتو په ترڅ کې له دې تړون نه ووځي.

پدې وروستیو میاشتو کې د امریکا او روسیې د اختلافونو وروسته داسې تمه کیده چې امریکا ددې تړون نه وتل اعلان کړي.

دا تصمیم همداشان د چین د تسلیحاتي پرمختیا څخه د امریکا د اندیښنې په نتیجه کې هم نیول شوی دی. چین ددې تړون غړی ندی.

د امریکا حکومت چې شاوخوا دوه میاشتې مخکې یې ددې تړون نه د وتلو خبرداری ورکړی و تیره اعلان وکړ چې پدې هکله د روسیې سره مذاکرات نتیجې ته ندي رسیدلي.

XS
SM
MD
LG