د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې او ازبیکستان د افغانستان سره سرحد کې پوځي تمرینونه پیل کړل


د روسیې او ازبیکستان پوځیانو د دوشنبې په ورځ اګست دوهمه (زمري ۱۱) د افغانستان سره په پوله ګډ پوځي تمرینونه پیل کړل.

د رویترز اژانس وایي دغه دواړه هیوادونه په افغانستان کې د امنیتي وضعیت په خرابیدو او د منځنۍ اسیا په هیوادونو یې له غیز څخه اندیښمن دي.

د تاس اژانس د روسي چارواکو له قوله وایي ۱۵۰۰ روسي او ازبیکستاني عسکر پدغو پنځو ورځنیو تمرینونو کې برخه اخلي چې د ازبیکستان په ترمذ پوځي ساحه کې ترسره کیږي.

مسکو د افغانستان امنیتي حالاتو ته په اشارې ویلي دي چې غواړي په روانه اونۍ کې تاجکستان ته هم د درې اړخیزو تمرینونو لپاره زیات شمیر پوځیان واستوي. ټاکل شوې چې دغه اضافي تمرینونه د اګست له پنځمې څخه تر لسمې پورې وشي چې روسي، ازبیکستاني او تاجیکستاني سرتیري به په کې ګډون وکړي.

د افغانستان څخه د امریکایي او بهرنیو ځواکونو په وتلو سره پدې هیواد کې امنیتي وضعیت خراب شوی او مسکو له دې ډاریږي چې دغه حالات پر منځنۍ اسیا، چې ددې هیواد جنوبي دفاعي کرښه یادیږي، اغیز او د منځني اسیا هیوادونو ته مهاجر مخه نکړي.

د دوشنبې په ورځ د روسیې د دفاع وزیر وویل چې د تاجیکستان په تمرینونو کې به ۱۸۰۰ روسي سرتیري برخه واخلي. دمخه پلان شوي وو چې ۱۰۰۰ روسي سرتیري به پدې تمرینونو کې ګډون ولري. د هغه په وینا په ازبیکستان او تاجیکستان کې په دواړو تمرینونو کې به په مجموعي توګه ۲۵۰۰ روسي سرتیري برخه واخلي.

XS
SM
MD
LG