د لاس رسي وړ اتصالات

د روسیې یو جنرال په اوکراین کې وژل شوی


روسي چارواکي په ندرت سره په اوکراین کې د خپلو تلفاتو په اړه خبرې کوي خو د څو لوړ پوړو افسرانو وژل کیدل یې منلي دي.
روسي چارواکي په ندرت سره په اوکراین کې د خپلو تلفاتو په اړه خبرې کوي خو د څو لوړ پوړو افسرانو وژل کیدل یې منلي دي.

د کرملین مقامات وايي چې یو روسی جنرال په اوکراین کې د ماموریت پرمهال وژل شوی دی. دا د روسیې وروستی لوړ رتبه پوځي مامور دی چې په اوکراین کې د روسیې د ۲۱ میاشتو راهیسې د روانو عملیاتو په ترڅ کې وژل کیږي.

د روسیې د ورونژ سیمې والي د دوشنبې په ورځ دسمبر څلورمه (لیندۍ ۱۳) د جنرال ولادیمیر زاودسکي د مړینې خبر ورکړ.

والي الکساندر ګوسیف په ټیلیګرام کې وویل: "یو خواشینوونکی خبر. د شمالي سمندري ځواک د ۱۴ نمبر قول اردو مرستیال تورن جنرال ولادیمیر زاودسکي د ځانګړو عملیاتو په سیمه کې د دندې پر مهال مړ شو."

ګوسیف دغه وژل شوي جنرال ته درناوی وړاندې کړ او هغه یې "زړور افسر، یو ریښتینی جنرال او وړ کس" وباله.

نوموړي د زوادسکي د مړینې د څرنګوالي په اړه څه نه دي ویلي.

روسي چارواکي په ندرت سره په اوکراین کې د خپلو تلفاتو په اړه خبرې کوي خو د څو لوړ پوړو افسرانو وژل کیدل یې منلي دي.

د روسیې ټیلیګرام چینلونو د اردو د سرچینو له قوله ویلي چې جنرال زاودسکي د نومبر په پای کې وروسته له هغه ووژل شو کله چې هغه د جګړې لومړۍ کرښې ته څېرمه په یو ماین پښه کیښوده. سرچینو ویلي چې ښايي دا ماین د روسيې ځواکونو پخپله ایښی و.

دا اعلان په داسې حال کې کیږي چې روسي ځواکونه هڅه کوي د اوکراین په ختیځ دونیڅک سیمه کې صنعتي ښارګوټی اودیوکا ونیسي چې د جګړې په لومړۍ کرښه کې یو له خورا جنجالي نقطو څخه دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG