د لاس رسي وړ اتصالات

سږ کال نږدې ۱ ملیون کسانو ته د حج کولو اجازه ورکړل شوې


د ۲۰۱۹ کال راپدیخوا چې د کرونا وبا د لومړي ځل لپاره په ټولې نړۍ کې خپره شوه او د نورې نړۍ په شان سعودي عربستان هم د خلکو په تګ راتګ بندیزونه او محدودیتونه وضع کړل، د لومړي ځل لپاره د نورو هیوادونو څخه خلکو ته اجازه ورکړل شوې چې سعودي عربستان ته د حج د فریضي د ادا کولو لپاره ورشي.

ویل کیږي چې سږ کال شاوخوا یو ملیون کسانو ته د حج کولو اجازه ورکړل شوې چې نږدې ۸۵۰ زره یې د نورو هیوادونو اتباع دي.

د سودان څخه سعودي عربستان ته د حج لپاره تللي حاجي عبدالقادر خدر په مکې معظمې کې د فرانس پریس خبري اژانس ته وویل چې په ورتګ ډیر خوښ دی.

هغه وویل، "باور مې نشي چې زه دلته راغلی یم. زه دلته له هرې شیبې خوند اخلم".

په ۲۰۱۹ کال کې د کرونا د وبا د پیل څخه وړاندې شاوخوا ۲.۵ ملیون کسانو چې ډیری یې د بهرنیو هیوادونو خلک و، سعودي عربستان ته د حج کولو لپاره تللي و خو یو کال وروسته یوازې ۱۰ زرو کسانو ته د حج کولو اجازه ورکړل شوه چې ټول یې د سعودي عربستان اتباع و او د هیڅ بهرني هیواد وګړی پکې نه و.

پداسې حال کې چې په ۲۰۲۱ کال کې د نړۍ په ځینو ځایونو کې د خلکو په راټولیدو او ګرځیدو بندیزونه او محدودیتونه یو څه آسانه شوي و، سعودي عربستان هم څه باندې ۶۰ زرو کسانو ته د حج کولو اجازه ورکړله چې بیا هم د بهرنیو هیوادونو څخه څوک پکې نه و او یوازې د سعودي عربستان هغه وګړي او اوسیدونکي و چې د کرونا وبا ضد دواړه ډوزه واکسینونه یې کړي و.


سږ کال یوازې هغه کسان د حج کولو اجازه لري چې عمرونه یې د ۶۵ کالونو څخه کم وي او د حفظ الصحې د مراعات کولو لپاره ډیر جدي شرایط وضع شوي.

سره لدې چې په سعودي عربستان کې په ډیرو ځایونو کې د ماسک تړل ضروري ندي خو چارواکو ویلي چې په مسجد الحرام کې د ماسک تړل ضروري دي او هغوي چې د بهرنیو هیوادونو څخه سعودي عربستان ته ورخي، باید چې د کرونا د منفي معایناتو سند د ځان سره ولري.

سعودي عربستان همدرانګه ویلي چې د مسجد الحرام غولی به په ورځ کې لس ځله وینځل کیږي او د دې کار لپاره یې څلوره زره ښځینه او نارینه کار کوونکي ګمارلي دي او په هر ځل وینځلو کې ۳۴ زره د مکروب وژلو ځانګړې درمل څخه کار اخیستل کیږي.

XS
SM
MD
LG