د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د زعفرانو د کښت ساحه پراخه شوې


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د افغانستان د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي چې سږ کال دغه هېواد کې د زعفرانو د کښت ساحه زر هکټاره پراخه شوې او د یاد طبي بوټي حاصل ډېر شوی دی.

د یاد وزارت ویاند اکبر رستمي امریکا غږ ته وویل چې سږ کال د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د زعفرانو بوټي کرل شوي دي.

هغه زیاته کړه: "تېره کال په ټول افغانستان کې پر اوه زره هکټاره ځمکې باندې د زعفرانو بوټی کرل شوی. سږ کال دغه کچه اته زرو ته لوړه شوې ده."

ښاغلي رستمي زیاته کړه چې تېر کال افغانستان ۲۰ مټریک تنه زعفران تولید کړي و چې د ایران وروسته د زعفرانو دویم تر ټولو لوی تولید کوونکی هېواد و.

د افغانستان د زعفرانو د ښه کیفیت له امله د دغه طبي بوټي حاصل ته په نړیوالو بازارونو کې تقاضا کال په کال په ډېرېدو ده خو د زعفران سوداګر وايي چې له یو لړ ستونزو سره مخ دي.

د زعفران کارانو د ملي ټولنې مشر او یو تن سوداګر شکور ایثار په دې اړه امریکا غږ ته وویل: "د زعفرانو د کرنې په برخې کې اړین لابراتورونه نشته تر څو د حاصل کچه او کیفیت په اړه لازمې لارښوونې ترې ترلاسه شي."

ایثار دا هم وویل بهرنیو هېوادو کې د افغانستان سوداګریز استازي هم له دوی سره لازمې مرستې نه کوي.

XS
SM
MD
LG