د لاس رسي وړ اتصالات

پکتیا او لوګر د زعفرانو د کرکېلې لپاره نوې سیمې


د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي چې د زعفران بوټي د ترویجولو لپاره یې د لوګر او پکتیا ولایتونو یو شمېر بزګرانو ته د زعفران د بوټي پیاز ویشلي دي.

د دغه وزارت چارواکي وايي چې له دوه کلونو راهیسې د لوګر او پکتیا ولایتونو په شمول د افغانستان ۳۰ ولایتونو کې دغه بوټی کرل شوی چې ښه حاصل ترې اخیستل شوی.

د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي نن دوشنبه (چنګاښ ۲/ جون ۲۲) امریکا غږ ته وویل: "اصلاً تصور په دې نه و چې دغو ولایتونو کې به د زعفران بوټی شین او حاصل ورکړي، خو د دوه کلونو حاصل ته چې ګورو ښه نتیجه مو ترې اخیستې ده."

د کرنې وزارت وايي چې د لوګر ولایت بزګرانو ته یې د زعفرانو ۵ زره کیلو ګرامه او د پکتیا ولایت بزګرانو ته یې ۳ زره کیلو ګرامه د زعفرانو پیاز ویشلي دي.

که څه هم افغانستان لا هم نړۍ کې له هغه هېوادونو څخه دی چې تر ټولو ډېر کوکنار پکې کرکل کیږي خو په ورستیو کلونو کې د زعفران بوټي په امن سیمو کې د کوکنارو د کرکلې مخه تر یوه حده نیولې ده.

د افغانستان زعفرانو په تېرو څو کلونو کې لږ تر لږه اته وارې د نړۍ تر ټولو د ښه کیفیت زعفرانو مقام ګټلی.

تېر کال افغانستان کې لږ تر لږه شل ټنه زعفران تولید شوي دي.

د کرنې وزارت وايي چې سږ د وړاندوینې له مخې به تېر کال په پرتله ډېر حاصل تر لاسه شي.

XS
SM
MD
LG