د لاس رسي وړ اتصالات

سلګۍ له کابله د ۱۴۰۰ کال کانکور عمومي اول نمره اعلان شوه


د ۱۴۰۰ کال د کانکور عمومي اول نمره
د ۱۴۰۰ کال د کانکور عمومي اول نمره

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د کانکور کمېټې د ۱۴۰۰ کال کانکور عمومې پایلې اعلان کړې.

د یادو پایلو له مخې سلګۍ د موسی خان لور د ۱۴۰۰ کال کانکور عمومي اول نمره اعلان شوه.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتو په اساس سلګۍ د ۳۵۲ نمرو په تر لاسه کولو سره د کابل طب پوهنتون ته بریالۍ شوې ده.

نوموړې په کابل کې د اکبر خان پامیر لیسې زده کوونکې وه.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د اعلان له مخې حسام الدین له کابل ولایت څخه د ۳۵۲ نمرو په تر لاسه کولو سره د ۱۴۰۰ کانکور د دوهم نمره په توګه د کابل طب پوهنتون ته بریالی شوی دی.

نوموړی د کابل ولایت د غلام محمد غبار لیسې زده کوونکی و.

همدرانګه د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د اعلان مخې ثناءالله له کابل ولایت څخه د ۳۵۰ نمبرو په تر لاسه کولو سره د ۱۴۰۰ کال کانکور د دریم نمره په توګه د کابل طب پوهنتون ته بریالی شوی دی.

ښاغلی ثناء الله د کابل ولایت د حبیبې لیسې زده کوونکی و.

د افغانستان د کانکور کومېټې د مشر پوهاند عبدالقدیر خموش د معلوماتو له مخې د سږ کال د کانکور په ازموینه کې ۱۸۰زره تنو ګډون کړی و چې له ډلې ۶۸۹۳۰ تنه یې بریالي شوي دي.

XS
SM
MD
LG