د لاس رسي وړ اتصالات

صالح: طالبان د بادغیس د جوند ولسوالۍ ته غذايي مواد نه پرېږدي


ښاغلي صالح زیاته کړې چې افغان ځواکونو د طالبانو له خوا د جوند ولسوالۍ د کلابندۍ د ماتولو لپاره هڅې پیل کړې دي.
ښاغلي صالح زیاته کړې چې افغان ځواکونو د طالبانو له خوا د جوند ولسوالۍ د کلابندۍ د ماتولو لپاره هڅې پیل کړې دي.

د افغانستان د جمهور رئیس لومړی مرستیال امرالله صالح وايي چې طالبانو د بادغیس ولایت د جوند ولسوالۍ غذايي کلابنده کړې او د ولسوالۍ اوسېدونکي یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

ښاغلي صالح د دوشنبې په ورځ د مارچ په ۲۹ (وري ۹) په خپل فیسبوک کې لیکلي چې طالبان د سیمې اوسیدونکي جوند ولسوالۍ ته "د خوراکي توکو د انتقال په جرم ربړوي."

ښاغلي صالح زیاته کړې چې افغان ځواکونو د طالبانو له خوا د جوند ولسوالۍ د کلابندۍ د ماتولو لپاره هڅې پیل کړې دي.

هغه همداشان ویلي: "طالب چې دین او شریعت یې کاذب شعارونه دي دا ځل یې د چنګیز او مغولو د لښکرو تقلید کړی دی. د جوند ګران او زړور خلک د ستاینې وړ دي... د جوند خلکو ته د اذوقې رسولو لپاره زموږ هڅې پیل شوې دي."

ښاغلي صالح هغه کسان "ساده‌ګان" بللي چې له دې وړاندې یې ویل چې طالبان بدل شوی.

د افغانستان د جمهور رئيس لومړي مرستیال ویلي: "د جوند ولسوالۍ غذايي کلابندي د طالبانو په کارنامو کې بل شرموونکی او ننکین داغ درجوي. که دا ډله سوله وکړي یا یې ونکړي د هغوی په ناپاکه تندي دا داغونه نه لرې کېږي."

وسله ‌والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG