د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار د ارغستان ولسوالۍ د سقوط مخه نیول شوې ـ چارواکي


عکس (ارشیف) کندهار ولایت
عکس (ارشیف) کندهار ولایت

د کندهار امنیتي مقامات وايي، د ارغستان ولسوالۍ د مرکز د سقوط ګواښ يې لمنځه وړی او سیمي ته تازه دمه سرتیري رسیدلي دي.

د پرون مازدیګر راهیسې د ارغستان ولسوالۍ پر مرکز وسله والو طالبانو ډله ییز بریدونه وکړه چې تر نن سهار ناوخته پوري یې دوام در لود.

د کندهار د امنیت امر سمونیار غورځنګ افریدي نن یکشنبه مارچ ۲۸ (وري ۸) امریکا غږ ته وويل چې وسله والو طالبانو د ولسوالۍ په مرکز کې لومړی د یو ځمکني تونل او وروسته د یو موټر بم چاودنې څخه وروسته د پوليسو پر یو مرکز بریدونه پيل کړه.

ده زیاته کړه چې د ګډو افغان ځواکونو له لوري د وسله والو بریدونه پر شا تمبول شوي او د ولسوالۍ د مرکز د سقوط مخنیوی شوی.

افریدي وويل: "وسله والو طالبانو د ولسوالۍ پر امنیه قوماندانۍ دوې چاودنې کړي چي وروسته جګړه رامنځته شوې زموږ ګډو قواوو یاد برید پر شا تمبولی خو زموږ پنځه پوليس په پېښه کې ټپیان شوي او وسله والو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې."

په ورته وخت کې یو لوړ پوړي امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وويل چې د ارغستان ولسوالۍ په جګړه کې پنځه پوليس وژل شوي او ۶ تنه نور ټپیان شوي.

د ارغستان ولسوال حاجي محمد رحیم ابدال وايي چې د پرونیو چاودنو او جګړې پر مهال د ملکي خلکو کورونو ته هم لوړ مالي زیان رسیدلی.

ده وويل چې د ولسوالۍ د مرکز اوسیدونکي نږدې څلور زره کورنۍ د وسله والو طالبانو د ګواښونو له کبله له تیرو دری میاشتو راهیسې کډوال شوي او اوس په سیمه کې ولسي وګړي ژوند نه کوي.

نوموړي زیاته کړه: "په لوړ شمېر کې وسله وال لاهم د ولسوالۍ په مرکزي برخو کې لیدل کیږي او د برید هڅه کوي خو نن سهار تازه دمه سرتیري د ارغستان ولسوالۍ مرکز ته رسیدلي د جګړو له وېري د سیمي زرګونه کورنۍ کډوالي شوي او د ولسوالۍ مرکز له ولسي وګړو څخه خالي شوی."

ارغستان د کندهار په جنوب ختیځ ۱۲۰ کیلو مترۍ کې د ډیورنډ کرښې ته نږدې پرته ولسوالي ده چې د کندهار د زراعتي اقتصاد په برخه کې ځانګړی ځای لري.

دغه راز د دوام داره جګړو له کبله له کندهار ښار سره د یادي ولسوالۍ لویه لار هم له تیرو شپږو میاشتو راهیسې د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.

خپله وسله والو طالبانو د ارغستان ولسوالۍ د تازه جګړو په اړه رسنیو ته کومه تبصره نده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG