د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي عربستان د کروناویرس له ویرې په عمرې بندیز لګولی


په سعودي عربستان کې چارواکو نن د چهارشنبې په ورځ، مارچ۴ (کب ١۴) د عمرې په مراسمو بندیز ولگوه او په دغه کار سره یې د حج په مراسمو باندې هم د بندیز لګیدلو اندیښنه رامنځ ته کړې ده.

د سعودي عربستان د کورنيو چارو وزارت په اعلامیې کې راغلي، سره له دې چې دغه بندیز د لنډې مودې لپاره دی خو دا چې دغه هیواد ته په میلیونو کسان د عمرې مراسمو لپاره راځي، تاثیر یې غټ دی.

اعلامیه زیاتوي چې د نړیوالو زیارت کوونکو سربیره به د سعودي وګړو ته هم د زیارت کولو اجازه ورنکړل شي.

تر دې څه موده وړاندې د مدینې په ښار کې په زیارت کولو د بندیز لګیدلو خبر د دغه هیواد بهرنیو چارو وزارت په ټویټر پاڼه کې خپور شوی و.

د سعودي حکومت دغه اقدام وروسته له هغې کړی چې په منځني ختیځ کې د کروناویرس پیښې زیاتې شوي دي.

د سعودي عربستان د حکومت لخوا شریکې شوې شمیرې ښيي چې په ٢٠١٨ کال کې د سعودي ۱۸.۳ میلیونه وګړو د عمرې مراسم تر سره کړي وو.

XS
SM
MD
LG