د لاس رسي وړ اتصالات

د اړیکو له عادي کیدو وروسته د سعودي د بهرنیو چارو وزیر لومړی ځل تهران ته تللی 


د سعودي عربستان او ایران د بهرنیو چارو وزیران
د سعودي عربستان او ایران د بهرنیو چارو وزیران

د ایراني رسنیو د راپور له مخې، د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان د شنبې په ورځ جون ۱۷ (غبرګولي ۲۷) تهران ته رسیدلی. د اوه کلن سیاسي کړکېچ وروسته، دا ایران ته د عربستان د بهرنیو چارو وزیر لومړي سفر دی.

د ایران دولتي رسنیو ویلي، تمه ده چې د سعودي لوړپوړي دپلوماټ به د خپل سفر په ترڅ کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر، حسین امیر عبداللهیان په ګډون له یو شمېر ایراني چارواکو سره وګوري او بیا به په یو خبري کنفرانس خبرې وکړي.

سعودي رسنیو هم خبر ورکړی چې ددې هیواد د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل به د ایران اسلامي جمهوریت ته د خپل لومړي سفر پرمهال د ایران له ولسمشر ابراهیم رئیسي سره هم وګوري.

سعودي عربستان په ۲۰۱۶ کال کې وروسته له هغې له ایران سره اړیکې پرې کړې چې په ایران کې د عربستان پر ضد د شیعه عالم، نمر باقر النمر د اعدامولو په نتیجه کې لاریونونه وشول او لاریون کوونکو په تهران کې د عربستان پر سفارت او په مشهد ښار کې ددې هیواد پر قونسلګرۍ بریدونه وکړل.

خو دغو دواړو هیوادونو د روان کال د مارچ په میاشت کې د چین په منځګړیتوب د یوې معاملې په ترڅ کې موافقه وکړه چې اړیکې ښې کړي او خپل سفارتونه بیرته پرانیزي.

د ایران د حکومت ویاند علي بهادري جهرمي، ځايي رسنیو ته ویلي، تمه ده چې شهزاده فیصل به د خپل سفر په ترڅ کې په تهران کې د سعودي د دپلوماټیک ماموریت د بیا پرانستلو په برخه کې "ځینې اقدامات" وکړي.

دا پداسې حال کې دي چې د ایران اسلامي جمهوریت د جون په شپږمه، په سعودي عربستان کې خپل سفارت او قونسلګرۍ بېرته پرانیستل.

د ایران «سازندګي» ورځپاڼې د شنبې په ورځ جون ۱۷ راپور ورکړ چې د سعودي عربستان سفارت به مخکې له دې چې په پلازمینه تهران کې خپله دایمي ودانۍ بیرته فعاله کړي، په موقتي توګه به د تهران په یو هوټل کې کار پیل کړي.

XS
SM
MD
LG