د لاس رسي وړ اتصالات

له تاریخي موافقې وروسته د سعودي یو دپلوماتیک پلاوی ایران ته ورسید


په چین کې د سعودي عربستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه
په چین کې د سعودي عربستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت وویل، د سعودي عربستان یو دپلوماتیک پلاوی د شنبې په ورځ اپریل اتمه ۰وري ۱۹) تهران ته ورسید چې وروسته له اووه کالو بیا د خپل دپلوماټیک ماموریت په پرانستلو خبرې وکړي.

د سعودي عربستان دپلوماتان وروسته له هغې تهران ته ځي چې په روانه اونۍ کې په چین کې د دواړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو بې سارې کتنه وکړه او دوی تیره میاشت د دپلوماتیکو اړیکو په بیا رغولو موافقه وکړه.

د سعودي رسمي خبري اژانس ددې هیواد د بهرنیو چارو وزارت په حواله ویلي چې د شنبې د ورځې دغه سفر د چین په منځګړیتوب د مارچ په لسمه د دواړو سیمه ییزو قدرتونو ترمنځ د "درې اړخیزې موافقې د پلي کولو" یوه برخه ده، چې په ۲۰۱۶ کال کې خړې پړې شوې اړیکې بېرته ورغوي.

د منځني ختیځ دغو دوو اوږدمهاله سیالانو اوس ژمنه کړې چې په ګډه کار وکړي.

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان او د هغه ایراني سیال حسین امیر عبداللهیان د پنجشنبې په ورځ په بیجینګ کې سره وکتل او ژمنه یې وکړه چې د خلیج په کړکیچنه سیمه کې به "امنیت او ثبات" راولي.

د سعودي عربستان خبري اژنس زیاته کړې چې د شنبې په ورځ د سعودي یو "تخنیکي پلاوي" په تهران کې د ایران د بهرنیو چارو په وزارت کې د پروتوکول له مشر سره وکتل.

د دواړو هېوادونو اړیکي وروسته له هغه خړې پرې شوې چې د ایران په اسلامي جمهوریت کې مظاهره چیانو په سعودي عربستان کې د یو مشهور شیعه عالم له اعدام وروسته ددې هیواد پر دپلوماتیکو ماموریتونو برید وکړ.

د اړیکو د رغیدو په ترڅ کې د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي ته د سعودي پاچا سلمان بلنه ورکړې ده، چې د روژې له مبارکې میاشتې وروسته ریاض ته سفر وکړي.

XS
SM
MD
LG