د لاس رسي وړ اتصالات

د چین په کوربتوب د ایران او سعودي لوړ پوړیو دپلوماتانو ملاقات وکړ


د چین په منځګړتوب د ایران او سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه وکړه
د چین په منځګړتوب د ایران او سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه وکړه

چین نن پنجشنبه اپریل شپږمه (وري۱۷) د ایران او سعودي عربستان د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې کوربتوب وکړ.

دا په دپلوماتیکو اړیکو کې له اوه کلن ځنډ وروسته د تهران او ریاض ترمنځ د دې کچې لومړۍ رسمي غونډه وه.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو حسین امیر عبدالهیان او شهزاده فیصل بن السعود د سفارتونو او کونسلګریو د بیا خلاصولو او د رسمي روابطو د بیا پیلولو په اړه خبرې وکړې.

ایران او سعودي عربستان تېره میاشت د چین په منځګړتوب د دپلوماتیکو اړیکو د بیا پيلولو تړون لاسلیک کړ.

ریاض په ۲۰۱۶ کال کې یو شیعه عالم، د حکومت په ضد د څرګندونو او ځینو نورو ورانکاریو په تور اعدام کړ، په ایران کې خلکو د دغه اعدام د غندنې لپاره مظاهرې وکړې او د سعودي عربستان په سفارت او کونسلګریو یې بریدونه وکړل. سعودي عربستان هم خپل دپلوماتیک ماموریت په ایران کې وتړه.

په منځني ختیځ کې دا دوه هېوادونه همدغه راز د یمن د جګړې په اړه هم مختلف دریځونه لري. ریاض د یمن د حکومت او تهران د حوثي شیعه یاغیانو د ډلې ننګه کوي.

XS
SM
MD
LG