د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي وایي د خاشقجي په قتل تورن کسان ترکیې ته نه سپاري


د سعودي عربستان د بهرنو چارو وزیر د خبریال جمال خاشقجي په قتل کې د ککړو کسانو د ترکیې حکومت ته د حواله کولو امکان رد کړی. د ترکیې حکومت د دوو سعودي چارواکو د نیولو امر کړیدی.

د ترکیې حکومت تیره اونۍ ویلي و چې داسې قوي شک لري چې د ولیعهد محمد بن سلمان نژدی چارواکي سعود القهتاني او د بهرنۍ استخباراتي ادارې مرستیال ریس جنرال احمد الاسیري د خاشقجي د قتل په پلان جوړونکو کې شامل دي.

د سعودي عربستان د بهرنو چارو وزیرعدیل الجبیر په ریاض کی یوې خبرې غونډې ته وویل چې مونږ خپل اتباع نورو ملکونو ته نه ورکوو.

د امریکا د خزانې وزارت هم تیره اونۍ ١٧ تنه سعودي چې پکې قهتاني هم شامل و، د خاشقجي د قتل په تور محاکمه کړیدي.

الجبیر پدی اړه تبصره ونکړه چې ایا قهتاني یې توقیف کړیدی او کنه.

شهزاده محمد بن سلمان د هغې نه وروسته د نړیوالو د نیوکو سره مخ دی چې په ترکیې کې د سعودي خبریال خاشقجي ووژل شو. سي آي ای هم په خپل رپورټ کې شهزاده محمد بن سلمان د خاشقجي د قتل مسول بللی دی.​

XS
SM
MD
LG