د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي په اوکراین کې د سولې په هکله غونډه جوړوي


سعودي عربستان د مې په میاشت کې د عرب لیګ سازمان په غونډې کې د اوکراین جمهور رئیس ته د ګډون بلنه ورکړې وه.
سعودي عربستان د مې په میاشت کې د عرب لیګ سازمان په غونډې کې د اوکراین جمهور رئیس ته د ګډون بلنه ورکړې وه.

په سعودي عربستان کې چارواکي وایي ټاکل شوې چې د راتلونکې اوونۍ په پای کې د دې هیواد د جدې په ښار کې په اوکراین کې د سولې لارو چارو لټولو لپاره یوه نړیواله غونډه جوړه شي.

د سعودي عربستان درې چارواکي چې د دې غونډې په هکله معلومات لري شنبه جولای ۲۹ (زمري۷) یې ویلي چې په غونډې کې به د اوکراین، برتانیې او هند په ګډون د نړۍ د شاوخوا ۳۰ هیوادونو جګپوړي استازي برخه واخلي.

ویل کیږي چې روسیه به پدې دوه ورځنۍ غونډې کې ګډون ونکړي هماغه شان یې چې تیره میاشت د ډنمارک په پایتخت کوپنهاګن کې دیته ورته یوې غونډې کې ګډون نه و کړی.

اوکراین او د لویدیځو هیوادونو چارواکي هیله لري چې د روسیې پرته دا غونډه به په اوکراین کې د سولې د راتګ لپاره یو ښه فرصت وي.

اوکراین تل ټینګار کړی چې سوله یوازې په هغه صورت کې کیدی شي چې د دې هیواد ټول تمامي ارضیت پخپل ځای وي او روسي ځواکونه په بشپړه توګه لدې هیواده ووځي.

خو بل پلو بیا روسیه چې د اوکراین د شپږو څخه یوه برخه خاوره یې نیولې پدې ټینګار کوی چې اوکراین باید نوي واقعیتونه ومني.

تر اوسه د ټولو هیوادونو او ادارو نومونه چې ټاکل شوې د جدې په غونډې کې برخه واخلي څرګند شوي ندي خو د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې چې د لومړي ځل لپاره یې پدې هکله خبر ورکړی و ویلي چې ښایي برازیل او ځینې نور مخ پر ودې هیواونه پکې برخه واخلي.

د دې غونډې جوړول د سعودي عربستان یو بله هڅه ده چې د اکراین د جګړې په هکله دپلوماسۍ کې د خپل نقش ښودلو لپاره یې کوي.

سعودي عربستان د همدې روان ۲۰۲۳ کال د مې په میاشت کې هم د عرب لیګ سازمان په غونډې کې د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زلینسکي ته د ګډون بلنه ورکړې وه.

ښاغلي زلینکسي پدې غونډې کې په یو شمیر عربي هیوادونو تور ولګاوه چې په اوکراین کې د روسیې په یرغل یې سترګې پټې کړي.

سعودي عربستان د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د هغو پریکړونو ملاتړ کړی چې په اوکراین د روسیې یرغل او د دې هیواد په ختیځ کې ځینې برخې د خپلې خاورې سره یو ځای کول دي غندي.

خو په عین حال کې یې د انرژۍ په پالیسۍ کې د روسیې سره خپله نږدې ملګرتیا پاللې ده. سعودي عربستان تیر کال د اکټوبر په میاشت کې د تیلو تولید کم کړ چې واشنګټن ویلي و د سعودي عربستان دا اقدام د اوکراین په جګړې کې د روسیې سره لاس یو کول دي.

XS
SM
MD
LG