د لاس رسي وړ اتصالات

په ۲۰۲۴ کال کې به له هرو دریو افغان ماشومانو یو یې کافي خواړه ونلري –راپور


د ماشومانو د ساتنې ادارې (Save the Children) د افغان ماشومانو د وضعیت په اړه په یو تازه راپور کې ویلي چې په دغه هیواد کې نږدې اته میلیونه ماشومان ( له هرو دریو یو) به په راروان ۲۰۲۴ میلادي کال کې تر بحراني کچې د لوږې سره مخ شي.

دغې ادارې د پنجشنبې د ورځې ناوخته ډسمبر۱۴( لیندۍ ۲۳) پر لوږې د څارنې د نړیوال سیستم د معلوماتو پر بنسټ ویلي چې که څه هم د تیرکال د همدې مودې پرتله وضعیت یو څه ښه شوی، خو په افغانستان کې د هغو کسانو شمیر چې د ژمي په میاشتو کې په مختلفو کچو د لوږې د بحران سره مخ کیږي به زیات شي.

پر لوږې د څارنې د نړیوال سیستم د شمیرنو پر اساس اټکل کیږي چې ۱۵.۸ میلیونه افغانان ( د افغانستان د وګړو د شمیر دریو څخه یوه برخه وګړي) به د ۲۰۲۴ کال د مارچ د میاشتې دمخه د خوړو د سخت نه خوندیتوب سره مخ شي چې نږدې نیمايي یې (۷.۸ میلیونه) ماشومان دي

د ماشومانو د ساتنې ادارې د افغانستان د دفتر رئیس ارشاد ملک ویلي:" اټکل کیږي چې ۷.۸ میلیونه ماشومان به د ۲۰۲۴ کال په پیلولو سره کافي خواړه ونلري. د افغانستان په ډیرو سیمو کې د سړې هوا سره مل لوږه به ماشومان د یو خطرناک حالت سره مخ کړي. د هغوی د خوړو اړتیاوې باید برابرې شي. د بودیجې کمښت هره ورځ د هغوی ژوند ګواښوي".

د ماشومانو د ساتنې د ادارې ددغه چارواکي د وینا له مخې په افغانستان کې د ژمي پر مهال کاري فرصتونه کمیږي او د خوراکي او سون موادو بیې لوړیږي.

په راپور کې ویل شوي چې ددې سربیره افغانستان باید د پاکستان څخه ستنیدونکو افغان کډوالو وضعیت هم کابو کړي.

د پاکستان د حکومت د روان ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په درییمه له دغه هیواد څخه د قانوني اسنادو نلرونکو ۱.۷ میلیونو کډوالو د وتلو لپاره چې ۱.۴ میلیونه یې افغانان دي د نومبر تر لومړۍ مهلت ورکړ او ویې ویل چې د مهلت د بشپړیدو وروسته به قانوني اسناد نلرونکي کډوال ونیول شي او خپلو هیوادونو ته به وشړل شي.

د طالبانو د حکومت د شمیرنو له مخې ددې پریکړې د اعلان وروسته تراوسه پورې له پاکستان څخه ۴۶۰ زره افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي. همداشان ۳۴۵ زره نور افغان کډوال د ایران څخه په وروستیو میاشتو کې په جبري او داوطلبانه ډول خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

ارشاد ملک ویلي:" افغانستان د یو ناورین پسې بل ناورین تجربه کوي. سیلابونه، زلزلې او وچکالۍ د ماشومانو ژوند ګواښوي. اوس دا هیواد د پاکستان او ایران څخه د سلګونو زرو ستنو شویو کسانو د اضافي فشار سره مخ دی. ۲۰۲۴ کال باید د افغان ماشومانو لپاره یو ښه کال اوسي".

د ماشومانو د ساتنې اداره وايي چې افغانستان د روان ۲۰۲۳ کال په اوږدو کې درې ځلې په پرله پسې ډول د خوړو د کمښت سره مخ شوی دی.

د راپور له مخې هغو کورنیو چې په زلزلو کې یې په کورونو کې د خوړو زیرمې لرلې هغه یې له لاسه ورکړي او اوس د خوړو د کمښت سره مخ دي.

راپور کې ویل شوي:" د بودیجې د چمتو کولو پرته په ژمي کې به میلیونونه افغانان لوږې سره مخ شي. په کار نه دي چې نړیواله ټولنه له افغانستان څخه مخ واړوي او باید چې پرته له ځنډ څخه د خلکو د ژغورنې لپاره خپلې بشري مرستې زیاتې کړي".

ښاغلي ملک ویلي چې تیر کال د جنورۍ په میاشت کې په افغانستان کې سړې هوا ( ساتنې ګراد منفي ۳۴ درجې) د ۱۶۰ کسانو ژوند واخیست.

ددغې ادارې د وینا پر اساس کله چې ماشومان لوږه تجربه کوي د خوارځواکۍ او د بدن د حفاظتي سیستم د کمزوري کیدو په ګډون د سختو روغتیايي شرایطو پر وړاندې بدن یې زیان ویني او د ژمي سخته سړه هوا ماشومانو لپاره دا ګواښونه نور هم زیاتوي چې د تنفسي او د نورو موسمي ناروغیو سبب ګرځي.

ددې سربیره لوږه کولی شي د ماشومانو پر جسمي ودې باندې هم تلپاتې اغیز ولري او ماشومانو ته روانې ستونزې هم پیښې کړي.

د ماشومانو د ساتنې د ادارې د افغانستان د دفتر رئیس ارشاد ملک ټینګار کوي چې نړیواله ټولنه دې دغه هیواد ته د بشري مرستو سربیره د اقتصادي وضعیت د ښه کیدو لپاره د انکشافي پروژو لپاره هم مرستې برابرې کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG