د لاس رسي وړ اتصالات

یونیسف: ۲۰۲۴ کال کې به ۲۳.۳ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا ولري


د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره "یونیسف" وايي چې په راروان ۲۰۲۴ میلادي کال کې به د ۱۲.۶ میلیونو ماشومانو په ګډون ۲۳.۳ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا ولري.

د یونیسف د ادارې د عامه اړیکو او نړیوال ملاتړ د څانګې مدیر نیسان صهبا د چهارشنبې په ورځ ډسمبر۱۳(لیندۍ ۲۲) په یو ویډیوي لنډه وینا کې چې د ایکس په ټولنیزې شبکه کې خپره کړې ویلي چې په افغانستان کې اکثره کورنۍ او ماشومان د خپلو ورځینو اړتیاو د پوره کولو لپاره ډیرې هڅې کوي.

ښاغلي صهبا ویلي: "لکه څنګه چې مونږ سږکال افغان ماشومانو ته د بشري مرستو غوښتنه پیلوو، افغان ماشومانو سره خپل شفقت له یاده ونه باسئ".

د بشري مرستو ددې غوښنتې د وړاندیز پر اساس په راروان ۲۰۲۴ کال کې به د افغان ماشومانو په ګډون ۱۹.۴ میلیونو کسانو ته د بشري مرستو د برابرولو لپاره ۱.۴ میلیاردو ډالرو ته اړتیا ده.

د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې ویلي چې افغانستان کې د اوږدې مودې جګړې، اقلیم بدلون ناسمې اغیزې اقتصادي بحران چې د پراخې بیکارۍ سبب شوی بشري مرستو ته د افغانانو اړتیا زیاده کړې ده.

یونیسف ویلي چې د زده کړو او کار په ګډون د ژوند له ډیرو برخو د ښځو او نجونو ګوښه کول د مصونیت په برخه کې هغوی ته پیښ ګواښونه لا زیات کړي دي او بشري وضعیت یې لا د ننګونو سره مخ کړی دی.

د ماشومانو د ملاتړ ادارې ویلي چې د عامه خدمتونو په سکټور کې د پانګونې نشتون د اساسي خدمتونو وړاندې کول په ځانګړي ډول د حفظ الصحې په برخه کې زیانمن کړي دي.

د یونیسف د ادارې د عامه اړیکو او نړیوال ملاتړ د څانګې مدیر نیسان صهبا ویلي چې په افغانستان کې د اوږدو، پیچلو او څو اړخیزو بحرانونو له امله یونیسف یوازې حادو بشري اړتیاو ته ځواب ورکوي او د ټولنو اساسي او څو اړخیزې اړتیاوې پوره کوي.

خو ښاغلي صهبا ټبنګار کړی چې د ملګروملتونو د ماشومانو دا اداره په یوازې سر نشي کولی د خلکو ټولې اړتیاوی پوره کړي او په دې برخه کې نورو نړیوالو ادارو همکارۍ ته هم اړتیا لیدل کیږي.

د ملګروملتونو دغې ادارې ویلي چې په تیرو دوو کلنو کې په افغانستان کې د سیاسي بدلون وروسته د نړیوالې ټولنې بشرپالو مرستو په دغه هیواد کې د یوې فاجعې مخه نیولې ده، خو افغانانو لپاره وضعیت لا هم ډیر ستونزمن دی.

د یونیسف د معلوماتو له مخې افغانستان کې د کورنیو په منځ کې د محرومیت کچه لا هم ډیره پورته ده او ددغه وضعیت پر وړاندې د مقابلې لپاره میکانیزمونه هم نشته دی چې همدا اوس یوازې ۱۶ فیصده افغانان کولی شي خپلې اساسي اړتیاوې پوره کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG