د لاس رسي وړ اتصالات

له دریو څخه د یوې برخې زیات افغان ماشومان کارکولو ته اړ شوي - سروې


د ماشومانو د خوندیتوب د ادارې (Save the Children)، له خوا په افغانستان کې د ماشومانو د وضعیت په اړه د یوې شوې سروې موندنې ښيي، چې په دغه هیواد کې د لوږې د کچې زیاتیدلو له امله ډیر ماشومان خپلو کورنیو ته د عاید ترلاسه کولو لپاره کارکولو ته اړ شوي دي.

دغه سروې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو د دوییمې کالیزې په مناسبت د اګست په ۱۵ (زمري ۲۴) د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر "اوچا" له خوا خپره شوې او په کې ویل شوي، چې په سروې کې د شاملو ماشومانو ۳۸.۴ فیصده یې خپلو کورنیو ته د روزۍ د ګټلو لپاره کارکولو ته اړ شوي دي.

دا سروې وايي: "ماشومان د خپلو ځانونو او کورنیو د ملاتړ لپاره د یو ډیر خطرناک حالت سره مخ شويدي. د ماشومانو د حقونو د یوې ادارې یو کارکوونکي ویلي، چې یوه نجلې په یو سرحد کې قاچاقي توکو د انتقال پر مهال د یوې لارۍ لاندې شوې ده".

په دغه سروې کې د ۱۲۰۷ لویانو او۱۲۰۵ ماشومانو سره د بلخ، فاریاب، جوزجان، کابل، ننګرهار، سرپل ولایتونو کې د جولای د ۸ او اګست تر دوییمې مرکې شوي دي.

په سروې کې شاملو ۷۶.۱ فیصد ماشومانو ویلي، چې هغوی د تیرکال پرتله سږکال لږ خواړه د خوړلو لپاره لري.

د ماشومانو د خوندیتوب د ادارې (SAVE THE CHILDREN) ویلي، چې افغانستان په تیرو دریو لسیزو کې د یوې سختې وچکالۍ سره مخ دی، چې له امله د کرهڼیزو توکو حاصلات کم شوي او څاروې د خوراک د کموالي له امله د مرګ له ګواښ سره مخ دي. وچکالۍ خوړو او اوبو ته د ماشومانو او د هغوی د کورنیو لاس رسی هم محدود کړی دی.

د ماشومانو د خوندیتوب د ادارې له خوا د شویو مرکو له مخې وچکالۍ تر ۵۸ فیصدو پورې د کورنیو پر غړو اغیزه کړې ده.

په شپږو ولایتونو کې د کورنیو د غړو سره د شوې سروې پر اساس څیړنې ښيي، چې وژونکي فقر، اقلیم بدلون او لوږې او د نړیوالې ټولنې د مرستو کمیدلود خلکو اړتیاوې خورا زیاتې کړي دي.

دا سروې وايي: "دا د افغانستان څخه د مخ اړولو په برخه کې باید نړیوالې ټولنې ته د ویښیدو زنګ اوسي".

د اوچا له خوا ددې سروې د موندنو پر اساس د څیړونکو د ارزونې په دې راپور کې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د ۳۱ کلنې ساجیده په نوم د یوې ښځې سره، چې د سختې وچکالۍ او اقتصادي بحران ځپلې ده خبرو ته هم ځای ورکړی دی.

میرمن ساجیدې هیله ښودلې، چې که خپلو ماشومانو ته کچالو، تازه میوه او غوښه برابره کړی شي، خو هغه خپلو ماشومانو ته یوازې وریژې برابرولی شي.

د ساجیدې دوه، دوه ګونې لوڼې ناهیده او نادره په سختې خوارځواکۍ ناروغۍ باندې اخته دي او د ماشومانو د خوندیتوب د ادارې (SAVE THE CHILDREN) د یو ګرځنده کلینیک څخه روغتیايي خدمتونه ترلاسه کوي.

ساجیده وایي: "مونږ په خپل کلي کې اوبه نلرو. مونږ د اوبو د راوړلو لپاره نورو کلیو ته ځو او د خر په واسط اوبه راوړو. هلته خلک په اوږدو قطارونو کې د اوبو د ترلاسه کولو لپاره ولاړ وي. ټول بزګران د باران د اورښت لپاره دعا کوي، خو سږکال هغوی ناهیلې شوي دي. هغوی دا ګڼي، چې وچکالي به دلته عادي ژوند له منځه یوسي".

ساجدې همداشان وویل: "زما ماشومان ماته راشي او راته ووايي: مورې مونږ جوش شوې وریژې نه خورو. مونږ ته غوړ کچالان راکړه. خو زه د اوښکو څخه په ډکو سترګو ورته وایم " زه هیله لرم که مو په پخلن ځای کې کچالو لرلی، یوازې خواړه جوش شوې وریژې دي".

میرمن ساجیدې ویلي ماشومان یې لا ډیر په کوچني عمر کې دي او په دې هم نه پوهیږي، چې غربت یعنی څه او چې که څوک پیسې ونه لرې چې کچالو پرې واخلې" زه د خپلو ماشومانو حالت ته په کتنې ښه احساس نلرم. زه هغوی ته ښه ژوند شرایط نشم برابرولی او حتی یوه اندازه ښه خواړه هم ورته نشم برابرولی".

د ماشومانو د خوندیتوب د ادارې (SAVE OF CHILDREN) ویلي، چې افغانستان په نړۍ کې یو د هغو هیوادونو څخه دی، چې په څرګند ډول پر هغو کورنیو باندې، چې په کرهڼه باندې متکي دي د اقلیم د بدلون د وژونکو اغیزو انځور وړاندې کوي. دا هیواد د درییم پرله پسې کال لپاره د وچکالۍ تر اغیزو لاندې دی او وچکالۍ ددغه هیواد له نیمايي څخه زیات وګړو باندې ناسمه اغیز کړې ده.

دا اداره وايي د افغانستان په شمال کې، چې کورنۍ تر ډیره د کرهڼې په سکټور متکي دي او د ژوندي پاتې کیدو هڅې کوي د لوږې کچه لوړه ده.

وچکالۍ د سرپل په ولایت کې له هرو دریو کورنیو څخه د یوې کورنۍ غړي د ۳۴.۴ فیصدو پورې اغیزمن کړي دي او د جوزجان په ولایت کې له هرو پنځه کورنیو یوه کورنۍ تر ۲۰.۷ فیصدو پورې اغیزمنې کړي دي.

همداشان د ماشومانو د ملاتړ ادارې ویلي، چې په ننګرهار او کابل ولایتونو کې ۶۰ فیصده د کورنیو غړو ویلي، چې د لوږې سره مخ دي.

دا اداره وايي، چې لوږه نه یوازې د ماشومانو په فزیکي روغتیا باندې اغیز کوي، بلکې د روحي پلوه هغوی د خفګان او ډپریشن ناروغۍ سره مخ کوي.

د ماشومانو د خوندیتوب ادارې د کار د نړیوال سازمان له قوله ویلي، چې په افغانستان کې په هرو لسو ماشومانو کې یو یې کارکولو ته اړ دی.

ددې سروې له مخې شوې څیړنې ښيي، چې ۲۸.۹ فیصده ماشومان، چې خفګان یا ډپریشن ناروغۍ نښې په کې لیدل کیږي د تیرکال پرتله کمو خوړوته لاس رسی لری.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG