د لاس رسي وړ اتصالات

د ماشومانو ساتنې موسسه افغانستان کې خپل ځینې فعالیتونه له سره پيلوي


د ماشومانو د ساتنې موسسې د یکشنبې په ورځ جنورۍ ۱۵ (مرغومې ۲۵) اعلان وکړ چې په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو یوه کمه برخه بیرته له سره پیلوي.

په افغانستان کې یو شمېر نړیوالو خیریه بنسټونو خپل فعالیتونه وروسته تر هغه بند کړل چې د طالبانو حکومت د اقتصاد وزارت په یوه مکتوب کې په ټولو داخلي او بهرنیو غیر دولتي موسسو او سازمانونو کې د ښځینه کار کوونکو پر کار بندیز اعلان کړ.

تر دغه اعلان څو ساعتونه وروسته د ماشومانو د ساتنې موسسې (Save the Children) په ګډون د ناروې د کډوالو شورا (Norwegian Refugee Council) او پاملرنې (CARE) په نوم څو غیر دولتي نړیوالو خیریه بنسټونو په افغانستان کې خپل فعالیتونه بند کړل.

خو د ماشومانو د ساتنې موسسې د یکشنبې په ورځ په خپلې ویبپاڼې کې په خپره کړې اعلامیه کې لیکلي چې په هغو سیمو کې خپل فعالیتونه بیرته له سره پيلوي په کومو سیمو کې چې د دوی د کار کوونکو د بیرته راګرځېدو په اړه دغه سازمان ته بشپړه خوندي او باوري تضمینونه ورکړل شوي دي.

په دغه اعلامیه کې د یادې موسسې د عملیاتو رئیس ډیوید راید له قوله راغلي چې د دغه موسسې اکثر پروګرامونه ځنډول شوي، خو یو شمېر فعالیتونه چې له هغې جملې" روغتیا،خوړو او ځیني ښوونیز خدمات چې د هغه په اړه له اړوندو چارواکو څخه د باور وړ واضح تضمیونونه تر لاسه شوي چې زموږ ښځینه کار کوونکې به خوندي وي او چې وکولای شي له ممانعت پرته کار وکړي." له سره پيل کړي دي.

ښاغلي راید زیاته کړې، د دغه سازمان ټول پروګرامونه چې په اړه یې د باور وړ تضمیونونه شتون ونلري او ښځینه کار کوونکې ونشي کولای چې کار وکړي، د ځنډ په حالت کې پاتې کیږي. هغه ټینګار کړی دی چې یوازې د دغه سازمان د فعالیتونو یوه کمه برخه چې حیاتي مرستې پکې شاملې دي، له سره پيلیږي.

راید په دغه اعلامیه کې ټینګار کړی دی چې "ښځینه کار کوونکي د خوندي او ګټورو خدماتو وړاندې کولو کې مهمې اړ ضروري دي او موږ له هغوی پرته نشو کولای چې په اسانۍ سره کار وکړو. ښځې زموږ د کار کوونکو ۵۰ سلنه تشکلیلوي او ښځو او نجونو ته د رسېدو برخه کې ډېرې مهمې دي."

د دغې اعلامیې په اساس په غیر حکومتي سازمانونو کې د ښځینه کار کوونکو د کار بندیز پر موجود بشري بحران سربېره د ماشومانو اړتیاوې زیاتوي او د هغوی پر ژوند به لوی اغېز ولري.

په دغه اعلامیه کې خبرداری ورکړل شوی چې په غیر دولتي موسسو کې د ښځو او نجونو پر کار بندیز به د دې لامل شي چې زیات شمېر کورنۍ به خپل ماشومان اجباري کار او یا به یې په کم عمر کې واده کولو ته مجبوره کړي.د دغې اعلامیې په اساس د ښځو او نجونو پر کار بندیز به په بېلابېلو سکتورنو کې زرګونه فرصتونه له ګواښ سره مخ کړي.

د ماشومانو د ساتنې موسسې په ۱۹۷۶ میلادي کال په افغانستان کې خپل فعالیت پيل کړی دی.کله چې طالبان د ۲۰۲۱ میلادي کال په اګست میاشت کې بیا په افغانستان کې حاکم شول، د دغې موسسې فعالیتونه د لنډ مهاله لپاره بند شوي و، خو د هغه کال په سپټمبر میاشت کې یې خپل فعالیتونه بیرته له سره پيل کړل.

د دغې اعلامیې په اساس، دغه موسسې تر هغه وروسته په افغانستان کې د دوو میلیون ماشومانو په ګډون څلور میلیون کسانو ته خپل خدمات وړاندي کړي وو.

د دغې موسسې په اعلامیه کې راغلي چې د ښځو او نجونو پر کار د بندیز سره سره، د غه سازمان ټولې ښځینه کار کوونکې خپل ټول معاشونه او امتیازات تر لاسه کوي.

XS
SM
MD
LG