د لاس رسي وړ اتصالات

ماشومانو ساتنې اداره: ستنیدونکي افغان ماشومان نه د اوسېدو ځای لري او نه هم پېسې


د ماشومانو ساتنې اداره (Save the Children) له پاکستان څخه د ستنیدونکو افغان ماشومانو د وضعیت په اړه په یو تازه راپور کې ویلي چې هره ورځ په سلګونو افغان ماشومان خپل وطن ته په داسې حال کې ستنیږي چې نه د ژوند د تیرولو لپاره ځای و نه هم د خوړو د برابرولو لپاره پیسې لري.

دغې ادارې د پنجشنبې په ورځ نومبر دوییم ( لړم ۱۱) ویلي چې په تیرو شپږ اونیو کې د ماشومانو په ګډون د ۱۲۰ زرو زیات افغانان پرته د هیڅ امکاناتو وطن ته ستانه شوي دي او دغه ستنیدونکي افغانان په خپل هیواد کې هم د څه ترلاسه کولو تمه نلري.

له پاکستان څخه یو شمیر ستنیدونکو افغان کډوالو د ماشومانو ساتنې ادارې ته ویلي، کله چې خپل هیواد ته راستنیږي د تللو لپاره هیڅ ځای نلري او نه هم د خوړو او د ترانسپورټ لپاره پیسې لري.

ددغې ادارې د معلوماتو پر اساس یو شمیر افغان ماشومان چې په پاکستان کې زیږیدلي د لومړي ځل لپاره افغانستان ته ورځي.

د جاوید په نوم یو ۱۷ کلن ماشوم ویلي: "په لاهور کې زیږیدلی یم ماته یې اجازه رانکړه چې ښوونځي ته لاړ شم . اوس د تللو لپاره هیڅ ځای نلرم مونږ په افغانستان کې د ژوند د تیرولو لپاره کور نلرو. درې ورځې کیږي چې د تورخم په بندر کې انتظار کوو".

د کمال په نوم یو بل ماشوم هم دغې ادارې ته ویلي چې د خوړو د برابرولو او خپل ځای ته د رسیدلو لپاره د ترانسپورت د مصرف پیسې نلري .

د ماشومانو ساتنې د ادارې د افغانستان د دفتر مشر ارشاد ملک چې په تورخم کې یې د ستنیدونکو افغان کډوالو وضعیت کتلی ویلي، چې په زرګونو کسان یې لیدلي، چې د مناسبې سرپناه، اوبو او تشناب پرته په ناسمو شرایطو کې اوسیدل.

ښاغلي ملک ویلي چې ماشومان د خپلو کورنیو سره د ناڅیزو توکو چې له پاکستان څخه یې له خپل ځانونو سره راوړي و راټول شوي و او په څرګنده اندیښمن وو.

هغه ویلي: "سرحد د ماشومانو ځای نه دی. ماشومانو لپاره یو ځای ته اړتیا ده چې ورته کور وویل شي. ډیر ماشومان او د هغوی کورنۍ پرته له هيڅ څه ستنیږي او په افغانستان کې هم ورته د امکاناتو د چمتو کولو لپاره څه نشته دی. هغوی په پاکستان کې د خپل ژوند د پای ته رسیدلو وروسته ثبات ته اړتیا لري".

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ ( UNHCR) د راپور له مخې په پاکستان کې تقریباً ۱.۴ ملیونه افغان کډوال دیره دي چې د اوسیدو لپاره قانوني اسناد لري. دې ادارې همدارنګه ویلي چې په دغه هیواد کې د نهو سوو زرو په شاوخوا داسې افغانان هم اوسیږي چې "اقتصادي کډوال" بلل کیږي او د اوسیدلو قانوني اسناد لري.

د ملګرو ملتونو د کډوالوعالي کمیشنرۍ ویلي چې پاکستان اوس مهال د ۳.۷ میلیونو افغان کډوالو کوربه دی چې ۷۰۰زره یې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمن کیدو وروسته له افغانستان څخه دغه هیواد ته تښتیدلي دي.

د پاکستان حکومت د تیر اکتوبر د میاشتې په سر کې له دغه هیواد څخه د ۱.۷ میلیونو د قانوني اسنادو نلرونکو کډوالو د ایستلو لپاره چې ۱.۴ میلیونه یې افغانان دي د نومبر د میاشتې تر لومړۍ ورځې پورې ضرب الاجل وټاکه، ددغې نیټې د پوره کیدو وروسته پاکستاني امنیتي ځواکونو په دغه هیواد کې د قانوني اسنادو نلرونکو افغان کډوالو لټون پیل کړی دی.

د ماشومانو ساتنې ادارې ویلي چې همدا اوس افغانستان د یو ډیر سخت بشري ناورین سره مخ دی په دغه هیواد کې لوږه ډیره شوې، خوارځواکي او په تیرو ۳۰ کلنو کې وچکالۍ ددې سبب شوي چې له هرو دریو وګړو دوه یې مرستو ته اړتیا ولري.

دغې ادارې ویلي چې د پنځه کلنو څخه ښکته ۳.۲ میلیونه ماشومان په ستخې خوارځواکۍ اخته دي چې ددې سربیره د هرات په ولایت کې وروستۍ زلزلې په افغانستان کې د خوړو نه خوندیتوب لا زیات کړی دی. د ماشومانو ساتنې ادارې راروان ژمي موسم ته په اشارې ویلي چې په چټکۍ سره په دغه هیواد کې هوا مخ په سړیدو ده او د ماشومانو په ګډون زرګونه وګړي عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG