د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل ښار په شاوخوا ۳۰۰ امنیتي کامرو څارل کیږي


کابل ښار کې ۴،۱ میلیون وګړي ژوند کوي
کابل ښار کې ۴،۱ میلیون وګړي ژوند کوي

افغان امنیتي چارواکي وايي چې د امنیت ټینګښت لپاره کابل ښار کې د امنیتي کامرو کارول ډېره ښه نتیجه ورکړې.

د دوی په وینا اوس مهال شااوخوا ۳۰۰ کامرې په کابل ښار کې فعاله او د ښار نږدې ۵۰ سلنه برخه یې د امنیتي پوښښ لاندې نیولې ده.

خو ایا د دغو کامرو شمیر د کابل په شان ښار چې د افغانستان تر ټولو ښارونو کې یې ګنه ګونه ډېره ده کافي دي او که نه؟

ځینې امنیتي کارپوهان او عام خلک په دې باور دي چې په کابل ښار کې ډېر شمېر جرمونه د کمرو په کموالي کې کیږي.

عام وګړي هم فکر کوي چې د کامرو لږوالي له امله جرمونه ورځ تر بلې په ډېرېدو دي.
عام وګړي هم فکر کوي چې د کامرو لږوالي له امله جرمونه ورځ تر بلې په ډېرېدو دي.

د امنیتي چارو کارپوه محمد داوود کټوازی امریکا غږ ته وویل د امنیتي کامرو کارول اسانه او ارزانه پریوزي:

"د کابل ښار نفوس ته په کتو د شااوخوا ۳۰۰ کامرو فعالیت بسنه نه کوي. کامرې باید یو بل سره تړاو ولري، یعنې کله چې یو څوک تعقیبیږي، که د یوې کامرې پوښښ نه ورکیږي بله کامره وکړای شي هغه وګوري."

هغه زیاته کړه د یوې فعالې کامرې شتون د پولیسو د یوې پوستې نه ګتوره ده.

له بلې خوا د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فرامرز فردوس امریکا غږ ته وویل: "کابل ښار کې نږدې ۳۰۰ فعاله امنیتي کامرې شته چې د ښار ۵۰ سلنه برخه څاري."

ښاغلي فرامز زیاته کړه چې په نږدې راتلونکي کې به ۵۰۰ نورې کامرې هم‌ کابل ښار کې ولږول شي.

ځینې عام وګړي هم فکر کوي چې کابل ښار کې د کامرو لږوالي له امله جرمونه ورځ تر بلې په ډېرېدو دي.

ټیکسي چلوونکی محمد عوض امریکا غږ ته وايي امنیتي ستونزې مو د کامرو له نشتون له امله دي: "که کامرې هر ځای کې اوسي نه څوک غلا کولی شي نه تښتونه او که یې وکړي ژر نیول کیږي. هم امنیت ښه کیږي او هم ترافیک قانون مراعتوي. خو د ښار ډېرو لږو سیمو کې دغه کامرې لیدل کیږي."

د مرکزي احصایې د معلوماتو پر اساس، پلازمېنه کابل ښار کې ۴،۱ میلیون وګړي ژوند کوي.

دغه ښار کې کله نا کله خونړي برېدونه کيږي او په ورستیو کې ځینو جنايي پیښو د خلکو رواني امنیت تر یوه حده ګواښلی.

د رپوټونو پر اساس روانه اونۍ کابل ښار کې د یوې کورنۍ اوه غړي د نا څرګندو وسله والو له خوا ووژل شول.

XS
SM
MD
LG